افغانستان

ډاکټر اشرف‌غني: ډاکټر عبدالله دې د قانون برلاسي ته غاړه کېږدي

ashraf ghani press conferanceد افغانستان د ولسمشرۍ نوماند، ډاکټر اشرف غني احمدزي له څو ورځې سکوت وروسته نن د چهارشنبې ماښام (چنګاښ پنځمه) په خبري ناسته کې د خپل رقیب، ډاکټر عبدالله عبدالله پر ټیم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ټاکنو له بهیره دې پښې نه وباسي.

ډاکټر غني زیاته کړه، چې د عبدالله د ټیم کړنې د شکست اعتراض په ډاګه کوي او د ټاکنو له بهیر دې پښې نه وباسي.
ښاغلي غني همداراز له خپل سیاله وغوښتل، چې په بشپړ درناوي دې د قانون برلاسی ومني او د «مغرضو» کسانو لارښوونو ته دې غوږ نه ږدي.

ده همدارنګه زیاته کړه، چې ترلاسه کړې رایې يې له هر ډول درغلۍ پاکې دي او داسې هېڅ ډول معاملې ته نه دی چمتو چې پایله یې «سهامي شرکت» شي.

ښاغلي غني د خپل سکوت لامل په ډاګه کړ او ویې ویل، چې د څو ورځني سکوت لامل یې د ټاکنو کمېسیون غوښتنو ته درناوی و او د ټاکنو د پایلو تر اعلانه به په تمه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close