شعـــــرونه

چاپه/ مشفق حريتمل

chapa - afghanistan۱: مازديګر شو خدايه شپې ته مې دې خير وي
کلي کور جومات حجرې ته مې دې خېر وي
دوی بې رحمه هېڅوک نه معاف کوي خدايه
خوار شپونکي وږې رمې ته رمې ته مې دې خير وي
خدايه ته يې شه حافظ او ته يې ساته
خواږه پلار ګرانې ادې ته مې دې خير وي

……………………………………………….
۲: اوازه ده چې په کلي به چاپه وي
اربکيان به يهوديانو سره مله وي
بس وژل به د ماشوم او د بابا وسي
د تور سرو او زلمو توپير به نه وي
ها کانې به دوی کوي په مظلومانو
بس چې څه ددوی په خوښه او په زړه وي
………………………………………………..
۳: شو ماښام ډوډۍ ته زړه د هيچا نشي
انديښنه وي خدايه څه څه به لا وشي
څوک به سره کړي په سرو وينو په خپل کورکې
او د چا په قسمتو به زولنه شي
ماښام تېر شي ماشومان خواره ويده شي
اندېښنه خو لا زياتيږي چې تياره شي
……………………………………………..
۴: نيمه شپه ده د ګاونډ دشپو غپاشوه
خدايه خير د کلي بر سر کې غوغا شوه
ستړی پلار مې هم له خوبه رابيدارشو
او په خوله يې خدايه خير کړې دا دعا شوه
اخ د ډزو څه ناتار غږونه اورم
پس له چيغو نه ژړا ژړا ژړا شوه
…………………………………………..
۵:څوک دي هرڅه دوی په بله ژبه وايي
څوک شهيد کړي څوک له ځانه سره بيايي
يو بل څوک هم شته پښتو وايي لګيا دی
کليوالو ته غصه دی سپکې وايي
اربکی څه د کافرو تابعدار دی
چې په تينکيو او ګوډ ګوډ باندې يې ستايي
……………………………………………….
۶: پدې بل کور کې هم جوړ شول فريادونه
څه ضربې دي څومره تش شول شاجرونه
د تنکیو ماشومانو له خولګيو
د ادې ادې راوځي اوازونه
خو ادې يې ده شهيده سره په وينو
ورته نشي ورکولی ځوابونه
………………………………………………
۷: بل تنکی ماشوم په پښه دی سپي داړلی
له ډیر درده او ټپو يې ژړولی
د همده ماشوم ادې هم ده شهيده
ده همده ماشوم اکا يې هم وژلی
د ماشوم کړيکې له سخته درده ډکې
هر یو اه يې د زړه تل ته رسېدلی
…………………………………………….
۸: خدايه کلي کې لسګونه شهيدان دي
څوک دي ښځې ماشومان څوک بوډاګان دي
ځوی دمور او مور د زوی سرته ده ناسته
څومره غم دی خدايه څومره په ګريان دي
د دردو زګيروي يې لاره زړه کې باسي
ترپنځه ويشتو لازيات پراته ټپيان دي
………………………………………..
۹: نه طالب نه القاعده او غازيان وو
پدې کلي کې خو خلک دهقانان وو
نه يې چېرته بې ګناه دي څوک وژلي
نه هم چېرته په کوم جرم مجرمان وو
نه يې چاته وو کوم کور وو ور وران کړی
بس يوه خبره وه چې مسلمان وو
……………………………………………
۱۰: شو سهار چې ملا وکړل اذانونه
له اذان نه وروسته وشول اعلانونه
چې بيګا د بهرنيانو په چاپه کې
ويجاړ شوي دي د کلي څو کورونه
راشئ زر راشئ او مرستې ته رادانګئ
کړئ تدفين د شهيدانو جسدونه
………………………………………..
۱۱: کليوال خپلو کورو نه رابهر شول
کافرانو ته ښېراوو باندې سر شول
چابه زنې د شهيدو ورتړلې
څوک په غم کې د ټپيانو د پرهر شول
په ټول کلي دغمونو څادر خپور وو
کليوال غم کې اخته سر له سهار شول
…………………………………….
۱۲: ددوی جرم او ګناه مسلماني ده
ددوی جرم يو الله ته سرټيټي ده
دوی دچا په کور يرغل وروړی نه دی
ددوی جرم د هيواد يې ازادي ده
چاچې کله په مظلومو دي ژړلي
کافر وايي بس همدا دهشتګردي ده
………………………………………….
۱۳: خدايه نور په غم اخته دا يهوديان کړې
پرې خوشال د شهيدانو يتيمان کړې
ظالمانو ته د ظلم سزا ورکړې
زندان مات کړې او راخلاص ټول زندانيان کړې
دغه هېله دمشفق خدايه پوره کړې
چې ازاد زما ګلاب افغانستان کړې
چې ازاد زما ګلاب افغانستان کړې
…………………………………………..

۲۰۱۴/۵/۱۴ چهارشنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x