افغانستان

زابل: د شملزو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه سرتېري وژل شوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۲ غویی ۱۳۹۷): د زابل چارواکي مني چې طالبانو پر یوه وخت د دوو ولسواليو( ارغنداب او دايچوپان) پر مرکزونو ډله ايز بريدونه کړي چې ترڅ کې يې د شملزو ولسوالۍ امنيه قوماندان هم وژل شوی دی.

د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امير جان الکوزي رسنیو ته ويلي چې وسلوالو طالبانو تیره شپه په دغه ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي اردو پر یو شمېر پوستو بريدونه وکړل.

د نوموړي په وينا، په دغه نښته کې دیارلس سرتیري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي خو وایي چې طالبانو ته یې هم تلفات اړولي.

نوموړي تېره ورځ پر خپل فیسبوک پاڼه وویل چې د زابل او ارغنداب ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان بادام ګل هم د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې له تیرې شپې راهیسي په جګړه کې تر اوسه ۳۰ دولتي عسکر وژل شوي او ځیني نور یې طالبانو ژوندي هم نیولي دي.

په عین وخت کې د زابل د امنيې قوماندانۍ چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو تیره شپه د دايچوپان پر ولسوالۍ هم ډله ييز بريدونه کړي دي.

دوی وایي چې په دغه جګړه کې د شملزو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څلور تنه سرتیري هم وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

د امنیه قومندانۍ له لوري ویل شوي چې نوموړی له یو شمیر امنیتي ځواکونو سره د دايچوپان ولسوالۍ د جګړې لپاره د پوليسو مرستې ته ورغلى و.

طالبانو په یادو جګړو کې له ۴۰ څخه د زیاتو سرتیرو د وژلو دعوه کړې.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې د زابل په دايچوپان، ارغنداب او شملزو کې يې تر ٤٠ زيات دولتي سرتېري وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x