fbpx

غبرګې پيالې چای – حامد افغان

یو سړی هوټل ته راننوت هوټل وال ته یې کړه: دوه غبرګې پيالې چای راکړه، څو نور سړي راغلل هغوی ورته وویل: پنځه غبرګې پيالې چای راکړه، وروسته نور کسان راغلل هغوی اووه غبرګې پيالې ور وغوښتلې، ما خپل ملګري ته وویل: دا غبرګې پيالې چای څه معنا؟ هغه راته کړه: لیږ صبر وکړه.

وروسته یو غریب او د شلیدلو جامو سړی راغی هوټلي ته یې کړه: چای شته؟ هغه ورته وویل: هو شته هغه ته یې وړیا چای ورکړ او یوه بل غریب سړی ته یې هم بې پیسو چای ورکړ، وروسته زما ملګري راته کړه: داد ناپوليNapoli * د خلکو عادت ده په هوټل کې چې کوم کس غبرګې پيالې چای وغواړي مطلب دا چې د دوو پیالو بیه پرې کړي یوه دی وڅښي او بله وروسته هوټلي کوم مسکین ته ورکوي.
* ناپولي Napoli د ایټالیا دریم مشهور ښار دی چې د سپین سمندر په غاړه پروت ده د نورو معلوماتو له پاره ویکیپیډیا.

دا د کفري هیواد (ايټاليا) د یوه ښار د اوسیدونکو کيسه ده، مسلمانان ځانونه د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم امتیان بولي چې له غریبانو سره د مینې اندازه یې له دې دعا نه لګولی شو: أللهم احشرني في زمرة المساکین، ای الله ما د اخرت په ورځ د مسکینانو په ډله کې راپورته کړه، او هغه له مسکینانو سره مرستو ته خپل امت په ګڼ شمیر رول راښکونکو خبرو سره هڅولی ده، نو د دې امت وګړي باید د خپل پیغمبر لاره ونیسي او له غریبانو سره د مرستو له پاره تر کفارو ښې لارې چارې او رواجونه پلي کړي.

دا راز د رسول الله صلي الله علیه وسلم لومړي خلیفه او ځای ناستي ابوبکر الصدیق رضی الله عنه د خپل خلافت په زمانه کې له خوارانو سره د مرستې او خواخوږي داسي مثالونه راته پرې ایښي دي چې د بل امت په لویانو کې یې موندل ناشوني دي، لکه په روایت کې راغلي د ابوبکر له وفات وروسته د ده د ګاونډ یوې نجلۍ وویل: زما مور ناروغه وه ابوبکر صدیق به زموږ کره هره ورځ راتلو او زموږ ميږې او بزې به یې راته لوشلې او په ځای کولې . دا له خورانو سره د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه مرسته او خواخوږي وه او په داسي حال کې چې دی د وخت خلیفه و.

له مسکینانو سره د مینې په اړه د دویم خلیفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه یوه خبره ډیره مشهوره ده هغه دا چې دی وایې: لو کان الفقر رجلاً لقتلته یعني که فقر او غريبي سړی وی ما به خامخا وژلی و، او په روایاتو کې راغلي چې د ده د خلافت په زمانه کې یو ځای کاختي راغله نو ده د کاختي په شپو کې په ډک نس ډوډۍ نه خوړله او ویل به یې چې د فلاني ځای مسلمانان به وږي وي او زه به په ډک نس ډوډۍ خورم! او عمر خو دا هم لا ویلي و چې که د فرات په غاړه سپی هم له لوږې مړ شي پوښتنه به یې له مانه کیږي. او دریم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه خو به پوره قافلې غریبانو ته ور ويشلې.

له غریبانو سره د مرستې او مینې په اړه د دې امت په وروستیو خلکو کې هم داسي حیرانوونکې کیسې پریمانه شتون لري لکه د یوه عالم په باره کې راغلي چې هغه پخپله ډیر غریب و په کور کې یې هیڅ نلرل یو سوالګر ورته راغی او څه یې ور نه وغوښتل ده ورته وویل صبر وکړه، کورته ننوت له کوره یې ستن او تار را وایستل او غریب ته یې په عاجزي وویل: په کور کې هیڅ هم نلرم او زما له کوره چې تش روانیږې دا مي هم ضمیر نه مني مهرباني وکړه لیږ راته کښينه چې جامې دي در وګنډم!! .

ای کاش چې د داسي پیغمبر او د هغه د داسي غوره او نمونه لارویانو په میله پاته امت نن له خورانو او مسکینانو سره اقلاً له خپلو معاصرو کفارو ښه رویه او غوره چلند لرلی، خو متاسفانه چې نن موږ په دې اړه د خپلې زمانې د کفارو کیسو ته غاښ په ګوته یو ځکه دا ډول بیلګې په موږ کې ډیرې کمې او یا هم هیڅ شتون نلري، الله دي وکړي دا خبرې زموږ ویده ضمیرونه یو څه بیدار او د خپلو مسکینانو حالت ته متوجه کوونکې وګرځي. او الله د وکړي د غبرګو پیالو د چای په څیر رواجونه په موږ کې هم پیدا شي.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د