افغانستان

د ټاکنو کمېسیون: حکومت د ټاکنو دواړو پړاوونو کې لاسوهنه کړې

hootaki.ab نن ټکی اسیا: د ټاکنو خپلواک کمېسیون حکومت په دې تورن کړی، چې د ولسمشريزو ټاکنو په دواړو پړاوونو کې يې لاس وهنه کړې ده.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستيال عبدالرحمن هوتکي کابل کې د ملایانو سره په یو غونډه کې وویل، چې حکومت د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې خپله بېطرفي ونه ساتله؛ بلکې ښکاره او مستقیمې لاسوهنې يې وکړې.

تر ټاکنو مخکې کاندیدانو له ولسمشر کرزي غوښتي و، چې ټاکنو کې دې هيڅ ډول مداخله نه کوي. ښاغلي کرزي په دې اړه ژمنه کړې وه، چې هیڅ دولتي مقاماتو او بهرنیو قوتونو ته به اجازه ورنکړي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. که څه هم کرزي د بېطرفۍ ډیرې وعدې کړې وې، خو د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بیا وايي چې کرزي په خپلو کړو وعدو وفا نه ده کړې او په ټاکنو کې يې مداخله کړې ده.

هوتکي د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې که څه هم حکومت په ټاکنو کې د مداخلې هيڅ حق نه درلود، خو بیا یې هم د بېلابېلو لارو څخه د رایو ورکولو پر وخت مداخله کړې. هوتکي زیاتوي، چې د حکومت لاسوهنې تر دې کچه زیاتې دي، چې د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي. هوتکي وايي په داسې شرایطو کې موږ ټاکنې ترسره کړې چې کارکوونکي مو تهدید شوي، ډبول شوي او تر هر ډول فشار لاندې راوستل شوي، په دغسې حالاتو کې شفافې ټاکنې ناممکنې دي.

۲۱ میلیونه کارتونه

 هوتک وايي دوی ته چې کوم راپورونه رسېدلي دي، په کې ښودل شوي چې د ټاکنو په لومړي او دوهم پړاو کې پراخه درغلۍ شوي. دی وايي چې ټول افغانستان کې ۲۱ میلیونه د رایې اچونې کارتونه ویشل شوي، په داسې حال کې چې هغه کسان چې د رايې اچونې شرایط پوره کړي، شمېر یې تر دې ډير کم دی.

د کمېسیون مرستيال همدا راز د ټاکنو اوسنی سیستم د دې وړ نه دی ګڼلی چې په کې شفافې او معیاري ټاکنې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x