نړۍ

پنجاب: ملتان کې يوه پوځي چورلکه پريوتې

pakistan army aنن ټکی اسيا: د پاکستاني رسنيو له قوله د پاکستان پنجاب ايالت ملتان کې د پاکستاني پوځ يوه چورلکه پرېوتې ده.

خبر زياتوي، چې، چورلکه بيګا ناوخته د پوځي تمرين په موخه پورته شوه، چې د يو لړ تخنيکي ستونزو له کبله راپرېوته او دواړه پېلوټان يې ځای پر ځای پکې و وژل شول.

د پاکستان پوځي سرچينې وايي، چې د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، مګر دوی په دې اړه خپلې پلټنې روانې کړي، تر څو د پېښې اصلي لامل په ګوته کړي کړي.

د پاکستان پوځي چورلکو کې ډېری د امريکا او روس جوړې شوې چورلکې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x