
نړۍ
د برتانیې دروازې د «العریفي» پر مخ وتړل شوې
برتانیا په مشهور سعودي عالم او داعي محمد العریفي باندې دده د نظریاتو له امله ددغه هېواد دروازې وتړلې.
د برتانيې د بهرنیو چارو وزرات ویاند په یوه اعلامیه کې دا منلې چې په شیخ محمدالعریفی يې بندیز لګولی، ده زیاته کړې چې دوی به د هغه کس په اړه چې د برتانیا ټولنې لپاره خطر جوړیږي هيڅکله بخښنه ونه غواړي.
محمد العریفي د قوي تقریرونو له امله په رسینو کې همېشه د سرټکی وي، په تېره اونۍ کې برتانوي رسنیو نوموړی په دې تورن کړ چې ۳ برتانوي ځوانانو ته یې د «جهاد تربیت» ورکړی. دغه ځوانان اوس د بشار الأسد خلاف جنګیږي. څو ورځې مخکې ددغو برتانوي ځوانانو ویډيو هم په انترنیت خپره شوه.
تر دې دمخه سویزرلینډ هم په شیخ عریفي د خپل هېواد دروازې تړلې وې.