افغانستان

هلمند: د پرله پسې نښتو له امله دوه سوه امنيتي پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسيا: د هېواد سويل هلمند ولايت سنګين، کجکي او نوزاد ولسواليو کې له څو ورځو راهيسې د طالبانو او ملي اردو ترمنځ پر له پسې خونړۍ نښتې روانې دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی نظامي ملګرو سنګين، نوزاد او کجکي ولسواليو کې د افغان حکومت پر امنيتي پوستو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه پکې له دوو سوو زيات عسکر وژل شوي، ۱۴ شوبلې او ۲۴ سترې امنيتی پوستې يې له منځه تللي دي.

احمدي زياتوي، چې دغه پنځه ورځنۍ جګړه کې د دوی اووه تنه ملګري هم وژل شوي دي.

بل پلو د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د طالبانو او افغان پوځيانو تر منځ پرله پسې نښته کې تر اوسه شاوخو سل افغان عسکر وژل شوي دي او د ۱۰۶ طالبانو د وژلو ادعا کوي.

مګر ښاغلی احمدي زیاتوي، چې نوموړې جګړه کې دوی لاس بري دي، حکومتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او په دغه جګړه کې د دوی يوازې اووه تنه ملګري وژل شوي دي.

د ښاغلي احمدي په وينا دوی د افغان ځواکونو هغه مرستندوی کاروان هم محاصره کړی، چې د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی په مشرۍ د خپلو ځواکونو د مرستې لپاره د جګړې سيمې ته راروان و.

احمدي زياتوي، چې سيمه کې اوس هم د ملي اردو او پوليسو مړي پراته دي او حکومتي ځواکونه نشي کولای، چې د خپلو وژل شويو عسکرو مړي د جګړې له ډګره پورته کړي.

ځايي خلک وايي، چې د دواړو لوريو په ډزو کې ولسي وګړيو ته هم زيان اوښتی، خو حکومتي چارواکي دعوه کوي، چې دا خلک د طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.

د هلمند ځايي خلک وايي، چې د ملي اردو او پوليسو لخوا د دوی پر کورونو ډزې کيږي او دوی د طالبانو پلويان بوولي، چې تاسې طالبانو ته ډوډۍ ورکوئ او لارې ورښيئ.

طالبان وايي، چې دا جګړه به نورو سيمو ته هم وغزځيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x