د یوه لوي اسلامي هیواد پیژندګلوي
دا حقيقت دى چې مسلمانان دزمكنۍ كرې د ډیرواوبیشمېره معدنې او طبعې زيرمو خاوندان دي ، او دشمېر له پلوه مسلمانان يو ارب او پنځه سوه ميليونه شاوخوا کیږي ، چې په دي حساب دزمكى په مخ هر څلورم يا پنځم تن مسلمان دى !! ددى ټولو باوجودبیا هم مسلمانان په نړيوالو جريانونو او پېښو كې هغومره اثر و رسوخ او برلاسې نلري څومره چې د دوى حق او اړتيا ده ، ! بلكى هره ورځ دمسلمانانو په شته اثرورسوخ كې كمښت رازي .
اوبل پلو د اسلامي نړى او غرب تر منځ عداوت، دښمني، او داړيكو ترینګلتيا ورځ تر ورځي زياتيږي، او كموالي پكى نه رازى ، او دا يوه داسې ستونزه ده چې د نړيوال امنيت او سولي لپاره هم مناسب نده
په دى لړ كې د اسلامي نړى نجات په خپل منځي اتحاد او يوالي كې دي ، که مسلمانان یواځې دخپلو هيوادو جغرافيوي موقیعیتونو له اسانتیاوواو فرصتونو څخه داسلام او مسلمانانو لپاره ګټه واخلي ، نو ممكن چې په نړيواله توګه دمسلمانانو وقار زيات شي، او د ډيرو مسايلوپه حلولو كې پخپله مسلمانان لاس رسي او خپلوكي پيدا كړى ، د ټولو اسلامى هيوادو جغرافيوى او ستراتيژيك موقعيتونه او د هغوى د طبعې او معدنې زيرمو څيړ اسان كار ندى ، دلته یواځې په لنډ ډول د قزاقستان جغرافيوى موقعيت او ستراتيژك اهميت ته څېړوچې څښتن تعالي (ج)ورته د مسلمانانو د ترقۍ او پرمختګ لپاره څومره اقتصادى او سياسى فرصتونه وركړى، چې تري په استفادی سره مسلمانان كولى شي خپل نړيوال اثرروسوخ پر نړيوالو اومني .
ښكاره ده چې قزاقستان دزمكني مساحت له پلوه دنړى تر ټولو ستر اسلامى هيواد دى ، چې دمساحت دپراختیاپه تناسب یې د خلكوشميردومره ډير ندى ، خلك يې ښه خوشحاله اوسوكاله ژوند لري، ددى تر څنګ بى شمېره طبعې زيرمې او كانونه هم لري ، واكمنو يې هم تر يوه حده پوري كوښښ كړي چې د خپل هیواد وګړی خوشحاله وساتى ، تردی چې دنورو اسلامي هیوادوپه پرتله د قزاقستان دولتى چارواكى دخپل ولس دستونزو په کمولو کې متحرك ليدل كيږي، چې د ځينو شنونكو په قول : دپه دی لړ کې دهغوۍ هڅي دريمى نړى او په خاصه توګه د لږ تر قي يافته اسلامى هيوادو واكمنو لپاره نمونه دى.
قزاقستان دمنځنى آسيا په هيواد و كې د خاص اهميت څښتن هيواد دی ، چې د وګړو اكثريت يې هغه تركان او منګوليان دي ، كوم چې په ۱۳ مه . م پيړۍ كې هلته ميشت شوي دى ، په ۱۸ م ز پيړۍ كې قزاقستان ، روس ونيوه په ۱۹۳۶ ز كې د شوروي اتحاد برخه وګرځول شو ، قزاقستان ۲۷ لكه ۲۴ زره ۹ سوه كيلو متره مربع زمكنۍ مساحت لري چې په دى كې ۲۶ لكه ۹۹ زره ۹ سوه كيلومتر مربع وچه ده ، او پاتي ۲۵ زره ۳ سوه كيلومتره مربع لمده ده ، په دومره لويه وچه پروت هيواد په نړيواله توګه دمساحت په پلوه نهم ستر هيواددی
دوچي له لاري خپلوګاونډيو سره د ۱۲ زره يو سل نيځوس كيلومترپه اندازه اوږده پو له لری، چې له چين سره ۱۵۳۳ كيلومتره پوله ، كرغيزستان سره ۱۲۲۴ كيلومتر ، روسيي سره ۶۸۴۶ كيلومتر تر ټولو اوږده پوله ،تركمنستان سره ۳۷۹ كيلومتر او ازبكستان سره ۲۲۰۳ كيلومترپه اندازه سرحد لرى
له څلورو خواوو څخه دا په وچه كې حصار هيواد د نړى تر ټولو هغه لوى هيواددى چې پولي يې د سمندر سره ندى لګيدلى؛ دروان ۲۰۱۰ ز كال په جولاى كې د شوى سروي له مخى د وګړو شمير يى ۱۵۳۹۹۴۳۷ ديو نيم سل لكه څخه لږ ډير دى ،چې د نفوسو د شمار له پلوه په نړى كې ۶۲ هيواد دى ، دوګړو ۴۷ فيصده یې مسلمانان ، ۴۴ فيصده روسي ارتوډكس عيسويان ، او ۲ فيصده پروټسنټ او دنورو اديانوپیروان دي ، رسمى ژبه يى قزاقى ده ،چې د هيواد ۵۴%۴ فيصده خلك يى وايې ،خو ددي باوجود ددفتري او رسمى ژبى په توګه روسیى ژبه ويل كيږي ، ( الماته ) يې تر ټولو لوى ښار دي ، له ادارى پلوه ۱۴ ولايتونه لري، په كال ۱۹۹۱ زکې ددسمبر په ۱۶ نيټه هغه مهال ازاد شو چې كله روسانو افغانستان كې شكست وخوړ، په كال ۱۹۹۳ زكې دجنورۍ په ۲۸ مه یې نوى اساسى قانون جوړاو په ۱۹۹۵ ز كې د ټولپوښتنى څخه وروسته نافذ كړاى شو، د هيواد پاچا يى نور سلطان نذربايوف نوميږي او صدراعظم يې كريم موسيدف دي چې په كال ۲0۰۷ زكې واك ته رسيدلي ، قزاقستان په اقتصادي توګه ښه پياوړى هيواد دى په خاصه توګه كرهنيز محصولات بيساری ډير دي ، هم د ډول ډول كانونو او معدنى زيرمو څخه مالا مال دي ، چې د اقتصاد پوهانو له قوله : په نړي كې ۵۵ هيواد دي چې ډير كانونه او ډيري طبعي زيرمى لري