نړۍ

نيو يارک ټايمز: ايران عراق ته څارګرې الوتکې او پوځي تجهيزات لېږلي

نن ټکی اسيا: نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې ايران عراق ته څارګرې الوتکې او پوځي تجهزات لېږلي، تر څو د عراقي پوځيانو مرسته او د اسلامي دولت د ځواکونو مقابله وکړي.

نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکيو له قوله ليکلي، د ايران بې پيلوټه څارګرې الوتکې د پلازمېنې بغداد او شاوخوا سيمو څارنه کوي او همدا رنګه د ايراني پوځ يوه وړه سمندري بيړۍ هم عراق ته رسېدلې ده.

يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نيويارک ټايمز ته ويلي، چې ايراني ځواکونه پلازمېنې بغداد ته نژدې “الرشيد” پوځي اډې څخه د اسلامي دولت د فعاليتونو څارنه کوي.

ايران د ابابيل په نوم بې پيلوټه څارګرې الوتکې لري، چې يوازې د دښمن څار کولای شي او راکټي بريدونه نشي کولای.

ورځپاڼه زياتوي، چې د ايراني پوځ القدس فرقې لسګونه ايراني افسران عراق ته د عراقي پوځيانو د مرستې لپاره رسيدلي دي.

له دې مخکې د همدې فرقې مشر جنرال قاسم سليماني هم د عراقي پوځيانو د جګړه ييزې روزنې لپاره عراق ته رسيدلی دی.

د نيو يارک ټايمز له قوله ايران هره ورځ دوه پوځي الوتکې د عراقي پوځ مرستو لپاره بغداد ته لېږي، تر څو د اسلامي دولت د ځواکونو مخنيوی وکړي.

کارپوهان وايي، چې ايران عراق کې د عراقي پوځيانو او شیعه ملېشو په تنظيمولو بوخت دی او غواړي له دې لارې د اسلامي دولت د ځواکونو مخنيوی وکړي تر څو پلازمېنې بغداد ته داخل نشي او د دې تر څنګ په دغه هېواد کې د شیعه مذهبو د سپېڅلو زيارتونو ساتنه هم وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x