fbpx

لومړی دې له کوهي مرداره بيا دې اوبه ترې وويستل شي

م، نجم الرحمن (فضلي)

(لومړی دې له کوهي مرداره بيا دې اوبه ترې وويستل شي) دا د هغه ديني عالم خبره ده چې نن يې د اندونيزيا په بوګور ښار کې د علماؤ په غونډه کې ګډون درلود، د نوموړي عالم همدا خبره د هغه د زوی لخوا تصديق شوې، په دغه غونډه کې د افغانستان، پاکستان او هندوستان يو شمير علماء راټول کړی شوي وو خو داسې ښکاره چې بې پايلې پای ته رسيدلې.

که څه هم يو شمير علماؤ اشارتًا د خپلو ويناو په جريان کې په اسلامي امارت يا طالبانو نيوکې کولې خو داسې علماء هم پکې موجود وو کومو چې د حقيقت په روښانه کولو د همدې علماؤ کنايې او اشارې باطلې کړې او د حقيقت په روښانه کولو يې ميدان ګټلی.

د پاکستان د مشهورې ديني مدرسې دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک نائب مهتمم مولانا انوار الحق يو له هغو علماؤ بللی شو چې په غوڼده کې يې حقيقت روښانه کړ، او له ټولو دسيسو، کنايو او اشارو څخه يې پرده پورته کړه.

مولانا انوارالحق په خپله وينا کې ويلي : علماء په دې پوهيږي په کوم کوهي کې چې مرداره پرته وي ترڅو چې له هغه مرداره ونه ويستل شي د اوبو ويستل ګټه نلري، لهذا په افغانستان کې د امريکا او ناټو په شکل کې چې کومه مرداره شتون لري هغه هم غاصبانه شتون نو ترڅو چې له افغانستان څخه دغه مرداره ونه ويستل شي د سولې، پخلاينې، ګيلې مانې، ډلې او ګروپونه، روغه جوړه هيڅ هم ګټه نلري.

د مولانا انوار الحق زوی چې له خپل پلار سره په دغه سفر کې مل دی په خپله وينا کې ويلي : غوڼده پيل شوه، خبرې اترې وشوې، خو بې پايلې پای ته ورسيده، نه کومه پريکړه پکې شوې، نه کومه اعلاميه پکې خپره شوې، نه د اسلامي امارت يا طالبانو نه کومه غوښتنه شوې، په دې باره کې که د مطبوعاتو له لارې هر څه مخته راشي يا راځي ټول بې اساسه دي.

البته يو شمير ټولنيزو رسنيو يوې خبرې ته ډير زور ورکړی، هغه دا چې په غونډه کې د عامو ولسي خلکو په مينځ کې ځانمرګي بريدونه د اسلام د اصولو خلاف بلل شوي، خو دا د هغو رسنيو خبره ده کومې چې د اسلام له اصولو ناخبره دي.

ځکه په اسلام کې د عامو ولسي خلکو په مينځ کې قصدا هر ډول چاودنه کول ناورا دي، دا د نن ورځې د اندونيزيا په بوګور ښار کې د ناستو علماؤ خبره نده، بلکې دا له زرو کلونو مخکې د محمدي شريعت خبره ده، برعکس دا خبره په کتابونو کې ليکل شوې چې که چيرته د حربي کافرانو په يوه ډله د حملې کولو په نتيجه کې خطاءً کوم ولسي وګړی ووژل شي هغه شهيد دی.

داسې په هيڅ کتاب کې نشته چې که د حربي کافرانو په يوه ډله د حملې کولو موقع مساعده وه، هغو ته د تلفاتو رسول يقيني وو نو بيا دې عام ولسي وګړي ته د احتمالي زيان رسيدو له امله دغه موقع دلاسه ورکړی شي او د حربي کافرانو په دغه ډله دې حمله نکول کيږي.

په دې باره کې د نړۍ مشهورو علماؤ او مفتيانو فتوی ورکړې کومې ته چې تر اوسه چا ځواب نده ويلی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

مولانا صاحب!
ستاسی په کوهی یعنی پاکستان کی خو مرداری یعنی ناټو او امریکه نشته ولی مو بیا هم د کوهی اوبه مرداری ښکاری؟
تاسی پاکستانی مُلایان اکثراً د انګرېز په خدمت کی یاست.

Karwan
میلمه
Karwan

حضرت خانه، دا يو حقيقت دي چه دپاکستان حکومت ډير طاليبان د دالرو په مقابل کي په امريکا خرڅ کړل او هم ئي په خپلو زندانونو کي واچول او زيات ئي هم هغلته وفات شول. دامريکا دحملي پروخت پاکستان تر کلک فشار لاندي وه او زه فکر کوم چه هغه وخت کومه بله لاره ئي نه لرله، نو بايد د امريکا لپاره ئي دخپلي ژغورني پخاطر يو ځه کړي وي. خو داچه پاکستان اوس وخت ناوخت زموږ د هيواد دکنړ منطقي دتوپونو تر حملو لاندي نيسي ايا داچه دډيورند په کرښه باندي اغزن ديولونه جوړوي، دغه ټول دشرارت کارونه په… نور لوستل »