افغانستان

بادغیس: طالبانو په پنځو ورځوکې پنځه پوستې نیولې

Badghes-walaiat-muqamد بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالي کې نن پنځمه ورځ ده، چې جګړه روانه ده.
طالبان وايي، چې دوی په پنځه ورځنۍ جګړه کې تر اوسه پورې پنځه له امنیتي ځواکونو پنځه امنیتي پوستې نیولې دي. چې تر اوسه يې څلور عسکر وژلي او ځينې ټپیان کړي دي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «بیګاه ماښام په سیمه کې ددښمن 5 پوستې فتح شوي څلورتنه اجیرعسکریې قتل اوپنځه نوریې سخت ژوبل شول.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند ولایت په شپږو ولسوالیو کې په څو ورځنۍ جګړه کې یاد شمېر ولسوالي له سقوط سره مخ دي او د طالبانو له قوله تر اوسه يې دوه سوه عسکر وژلي دي.
د بادغیس د سنګ آتش ولسوالي د جګړې اړوند طالبان وايي، چې د دوی درې تنه ملګري ټپیان شوي دي او یوبل «د شهادت لوړ مقام ته ورسید.»
د نظامي چارو دماهرینو له نظره د افغان امنیتي ځواکونو په شاتګ  افغان دولت ته د اندېښنې وړموضوع ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close