د اندونیزیا غونډه د چا په ګټه پایته ورسیده؟

عبدالرحیم (ثاقب) – لیکوال او سیاسی شنونکی

بالاخره له ډیر ځنډ وروسته تیره ورځ د اندونیزیا هیواد په بوګور ښار کې د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا علماوو دری اړخیزه غونډه دائره شوه.

یاده غونډه چې افغان حکومت او حتی په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ورباندې ډیر حساب کړی و د دوی د توقعاتو برخلاف د طالبانو خلاف د شرعي فتوی صادرلو په ځای پر یوې توصیوي اعلامیې پایته ورسیده.

پر طالبانو مذهبي فشار

د اندونیزیا د غونډې تر دائریدو وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن پر طالبانو باندې د فشار راوړلو په اړه ویلي و چې دوی هڅه کوي د سیاسي او پوځي فشارونو ترڅنګ په مذهبي لحاظ هم طالبان تر فشار لاندې ونیسي او د سولې خبرو ته یې حاضر کړي.

په اندونیزیا کې د علماوو دری اړخیزه غونډه په داسې حال کې دائره شوه چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنیانو او افغان حکومت په خلاف د الخندق پوځي عملیات اعلان کړي او په داسي شدت پرمخ روان دي چې په یوه اوونۍ کې یې په مسلسل ډول دري ولسوالۍ یو په بل پسي له دولتي ځواکونو څخه ونیولې.

د افغان حکومت بهرني ملاتړي ( امریکا ـ ناټو) که څه هم چې په خپل ټول توان د یاد حکومت تر شا ولاړ او چار واکي یې په تشویقي ډول د افغان ځواکونو د پیاوړتیا خبرې کوي خو ځمکني واقعیتونه د دې خلاف دي او لیدل کیږي چې له کابله د هیواد ترشمال، جنوب او جنوب غرب پوري په هرځای کې افغان امنیتي ځوکونو د تهاجمي مورال په له لاسه ورکولو سره فقط په یوه کمزوري دفاعي وضعیت کې قرار لري چې د سیګار د وروستي رپوټ له مخی په لسګونه زره پوځیان د پوځي خدمت پریښودوته اړیستل شوي دي.

په دغسي حساس وخت کې هم بهرنیانو او هم افغان حکومت دیته ډیره اړتیا لرله چې د طالبانو د الخندق عملیاتو د ناکاره کولو او له شرعي اړخه د طالبانو د مقاومت تر پوښتنې لاندې راوستلو لپاره د اندونیزیا په غونډه کې د راغونډ شویو علماوو لخوا د طالبانو خلاف فتوی صادره شي.

ولي فتوی صادره نه شوه؟

د غونډې تر دائریدو څلور پنځه ورځې وړاندې ځینو رسنیو د پاکستاني مراجعو په حواله خبر ورکړ چې طالبانو له پاکستاني علماوو څخه غوښتي چې په یاده غونډه کې ګډون ونه کړي، چې په همدي اساس د پاکستاني دولتي علماوو مشر مولانا طاهر اشرفي او ځینونور علماء یې د نامعلومو وجوهاتو له امله له غونډې پاتي شول.

همدا راز د غونډې تر پایته رسیدو وروسته رسنیو خبر ورکړ چې طالبانو د اندونیزیا له حکومته او علماوو هم غوښتي چې په یاده غونډه کې د دوئ په خلاف فتوی صادره نه کړي.

د طالبي دیپلوماسي برلاسی

که ریښتیا هم د اندونیزیا حکومت او د پاکستان علماوو د طالبانو غوښتنه منلي او د یادې غونډې پریکړه لیک یې د طالبانو په ګټه صادر کړی وی دا بیا د افغان حکومت په نسبت د طالبانو د سیاسي او ديپلوماتیک بریالیتوب ښکارندوینه کوي ؛ ځکه دولت ونه کړای شول له خپل ټول دولتي وجاهت سره سره اندونیزیايي چارواکي او پاکستاني علماء د خپلو غوښتنو منلو ته تیار کړي، خو د طالبانو څو کسیزې پلاوي وکړای شول چې هم اندونیزیايي دولتي چارواکي او هم د هغوی علماء د پاکستاني علماوو په شمول په دې قانع کړي چې د دوی خلاف کومه فتوی صادره نه کړي.

ترکومه چې زه د اندونیزیايي علماوو او همداراز له پاکستاني علماوو څخه د طالبانو د غوښتنې په اړه معلومات لرم نو همدغو دری واړو جهتونو طالب استازیو ته د هغوی د غوښتنې په ځای خپله دا اطمنان ورکړی و چې هیڅکله به په افغانستان کې د روان مقاومت په خلاف فتوی صادره نه کړي، ځکه هغوی دا ویلي و چې په دې غونډې کې به علماء ګډون کوي خو د ګډون پایلې او پریکړې به یې د شریعت په مقتضا وي نه د دستور ورکوونکو لوریو د سیاسي فرمایشاتو پر اساس.

یعنی طالب استازیو ته هم د اندونیزیا د علماوو او هم د پاکستان د علماوو لخوا دا ډاډ ورکړل شوی و چې دوی به په یادې غونډې کې داسې پریکړه کوي چې د هغې مصدر اسلامي ارشادات وي نه سیاسي توجیهات.

د غونډې په پریکړه لیک کې اساسي ټکي:

د اندونیزیا د علماوو غونډه چې توقع کیده د یوې شرعي فتوی په صادرولو سره به پایته رسیږي د توقع خلاف د یوې سیاسي او توصیوي اعلامیې په صادرولو سره پایته ورسیده چې اساسي تورې یې دادي:

((۴ – موږ په افغانستان کې د سولې لپاره د مناسب چاپیریال غوښتنه کوو او په ټولو اړخونو ږغ کوو چې د سولې مخامخ خبرو پروسې سره یوځاى شي.))

یاده ماده د (ټول) لفظ په کارولو سره په خپل عمومیت سره دا افاده کوي چې د جګړې ښکیلې خواوي چې په هغو کې یو مؤثر طرف امریکایان هم دي د سولې لپاره د مناسب چاپیریال برابرولو او یو له بل سره پر مخامخ کیدو ملزم شوي .

((۹ – موږ تائیدوو چې تاوتریخوالي او ترهګرۍ له هیڅ مذهب، قوم، تمدن او سیاسي ډلو سره تړاو نه لري، تاوتریخوالی، افراطیت او تروریزم، هغو ټولو د ملکي وګړو ضد کړنو او انتحاري بریدونو ته شاملیږي، کوم چې د اسلام د سپیڅلو اصولو مخالف دي))

پورتنۍ تائیدي ماده د غونډې د ترټولو مهمې مادې په توګه په هغې کې په مطلق (غیر مقید) ډول د ترهګري او تاوتریخوالي په یادولو او بیا هغه د ملکي وګړو ضد کړنو او انتحاري بریدونو په تفسیر، تفسیرولو سره دا افاده کوي چې هغه ټول کړه وړه ( امریکايي ړندې بمباري ، پر ولسي اهدافو حملې او ټول هغه بریدونه چې د ملکي خلګو د وژلو لامل ګرځې) چې د هرچا لخوا تر سره کیږي هغه ترهګري ده چې په هیڅ مذهب، قوم او تمدن پوري اړه نه لري او د اسلام د سپیڅلو اصولو خلاف عمل دی.

پورتنۍ ماده که په اصولي لحاظ په مقتضی د نص تري استفاده وشي دا افاده کوي چې امریکایان چې افغانستان ته په اصطلاح د تروریستانو د وژلو په پلمه راغلي او دلته ولسي خلګ وژنې خپله دوي تروریستان او کړنې یې ترهګري ده چې نه د افغانانو په ګټه او نه یې هم دغه کړنې د انسانیت له سالم طبیعت سره اړخ لګوي.

خلاصه:

د ټرمپ جنګي ستراتیژي چې له تیرو تقریبا لسو میاشتو راهیسي د خونړیو بمباریو په زور په افغانستان کې پلي کیږي په عملي لحاظ لیدل کیږي چې د هغې تنفیذ د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي یا کمزوري کولو په ځای د هغو د لا زیاتیدلو او ګړندي کیدلو لامل شوې.

دې کار امریکایان مجبور کړي چې په هرقیمت وي د طالبانو د تضعیفولو لپاره داسې هڅې وکړي چې وښيي د دوی خلاف جنګي ستراتیږي د بریالیتوب چانس لري.

په اندونیزیا کې د دریو هیوادونو د علماوو غونډه هغه څه وه چې هم امریکایانو او هم افغان حکومت ورباندې د طالبانو خلاف ډیرحساب کاوه ځکه يي د هغې د دائریدو لپاره ډیرې سیاسي او تبلیغاتي هڅې وکړي.

امریکایان چې غواړي په هرډول وي د افغانستان لانجه اوږده او په هغې کې د ګاونډ او سیمې مسلمان هیوادونه راښکیل کړي ، په اندونیزیا کې د علماوو دری اړخیزه غونډه صرف د همدې غرض لپاره پلان شوې خو دا امریکايي هڅه د یاد هیواد د ولسمشر او علماوو په بصیرت او سیاسي فطانت سره ناکاره او که وویل شي د امریکايي توقعاتو خلاف د هغوی په ضد وکارول شوه.

ځکه دا لومړی ځل دی چې په دغسي یوې مهمې علمي او سیاسي غونډې کې په مطلق ډول د ترهګري غندنه کیږي او هغه د مذهب ، تمدن او قانون خلاف یو غیر انساني عمل بلل کیږي.

تبصرې (1)

  • که د یادې فرمایشي غونډې ګډونوال معذور/مجیور ونه شمېرل شي نو همدا اعلامیه یې هم جانبدارانه خپره کړې او په اخرت کې به یې ځواب وایي.

    1- په عمومي توګه یې د اشغال ناروا فرهنګ ته مخض اشاره هم نه ده کړې.
    2- د انتحاري بریدونو یادونه یې کړې، خو د موربم، ډرون، بمباریو، چاپو او د یوه ښکاره مثال په ډول یې د کندز د فاجعې څخه یادونه نه ده کړې.
    3- د داعش په اړه یې هیڅ هم نه دي ویلي، په داسې حال کې چې د داعش په اند یاد علما ټول مشرکین/مرتد دي په دوی لازمه ده چې د داعش رد وکړي.

    دا چې اوس هر یو ګډونوال ملاصاحب خپل خپل سپیناوی په فیسبوک کې کوي دا د دوی په خطا دلالت کوي چې نه باید یې په داسې فرمایشي غونډو کې د شرکت بلنې ته لبیک ویلای وای.