نظــر

فتوی څنګه په اعلامیه بدله شوه؟

جیلاني پښتون

وایي یو نس پرست میلمه د کوم چا میلمه شوی و، له ځان سره یې چورت واهه چې کوربه  به غوښې او پلاوونه راته تیار کړي وي،په جیب کې یې له ځان سره شین پیاز هم راوړی و چې له نمکینې ښوروا سره به یې دروشته کړم. مطلب دا چې د رنګین دستارخوان په اړه یې ښه اوږده خیالونه کرلي ریبلي ول.

کله چې کوربه د ډوډۍ په تیاري بوخت شو او د لاس مینځلو لپاره یي چیلمچي راوړه، جانداره میلمه ور ولاړ شو چې دا اوبه ماته راکړه زه به لاسونه ومینځم، ته لوښي راسر کړه !! میلمه صاب خپل لاسونه خپله ومینځل او انتظار ناست و چې اوس به کوربه لوښي راسر کړي او رنګارنګ خوراکونه وي. څه ګوري چې کوربه په ترخ کې نیولی کوچنی دسترخوان په غولي واچاوه او میلمه ته وویل چې څه تیار هغه دې یار . موږ  خو نن بل شی نه و پاخه کړي، دغه بیګاني د بشکو پیرکي پاته دي ما ویل هغه به وخورو!!

د اندونیزیا په غونډه کې په نیکولسن، اشرف غني او نورو حواریینو یې کټ مټ د دغه نس پرست میلمه چم وشو. له څو میاشتو راهیسې اشرف غني او اکرم خپلواک ګوړه ګوړه یادوله او ویل به یې چې په اندونیزیا کې د عالمانو غونډه کیږي چې د طالبانو لخوا د پیل شوي جهاد پر ضد به فتوی صادره کړي.

دوی فکر کاوه چې په اندونیزیا کې به یوه داسې مفصله او مدلـله فتوی صادره شي، چې هم به د امریکا اشغال ته مشروعیت ورکړي، هم به طالبان تروریستان وبولي او هم به د اشرف غني ګوډاګی رژیم یو صحیح سوچه اسلامي نظام معرفي کړي.

له اشرف غني پرته د امریکایانو هم داندونیزیا فتوی ته خورا اشتها برابره وه، د تیر مارچ میاشتې په اتلسمه نیټه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن خبریالانو ته وویل چې موږ به په راتلونکې کال کې له پوځي فشارونو علاوه په طالبانو دیني او مذهبي فشار هم واچوو. هغه د مذهبي فشار نمونه د اندونیزیا غونډه وبلله، نیکولسن وویل په اندونیزیا کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او د هغوی جهاد به نامشروع وبولي.

امریکایانو خو حتی دا چورت هم واهه چې کیدای شي د اندونیزیا په غونډه کې  به امریکایان  او اشرف غني مجاهدین اعلان شي، په همدې خوشباوري کې خو څه موده وړاندې یوه امریکایي جنرال په صراحت سره وویل چې اصلي مجاهدین امریکایي ځواکونه دي.

په داسې حال کې چې اشرف غني، اکرم خپلواک، نیکولسن او نورو د اندونیزیا غونډې ته پرلپسې تبلیغات کول او د طالبانو ضد فتوی ته یې خوله اوبه اوبه کیدله، طالبان هم غافل نه و ناست. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د درستې نړۍ دیني عالمان مخاطب کړل، هغوی ته یې افغان قضیه له دیني اړخه تشریح کړه او د قضیې عمق ته یې متوجه کړل. د طالبانو لیک دومره منطقي او له استدلالي اړخ قوي وو چې هر چا یې په لوستلو د منښت سر خوځاوه، او د نړۍ ډیرو عالمانو ته یې قناعت ورکړ چې د امریکایي یرغل خلاف د طالبانو جهاد په رسمیت وپيژني.

په دې هڅو سربیره د طالبانو ديپلوماتیکي هڅې هم روانې وې، په داسې حال کې چې ددغې غونډې وخت رانږدې شوی و، د طالبانو سیاسي استازو اندونیزیا ته سفر وکړ، د اندونیزیا حکومتي چارواکو او ددې غونډې له دائروونکو سره یې خبرې وکړې او په پوره استدلال او بریالۍ دیپلوماسۍ سره یې هغوی دې ته اماده کړل چې د عالمانود غونډې اجنډا بدله کړي. هغه داسې چې دغه عالمان به مشخص د طالبانو په موضوع نه غږیږي بلکې عموم کې د جنګ دپای ته رسیدلو احتمالات به سنجوي او په پای کې به فتوی نه بلکې یوه سیاسي اعلامیه نشروي او عمومي لارښوونې به په کې کوي.

د می میاشتې په یوولسمه د اندونیزیا غونډه پیل شوه، حکومتي رسنیو له وړاندې لا د فتوی  فتوی خبرې پیل کړې،د ورځې په جریان کې حکومتي رسنۍ او چارواکي د فتوی اوریدلو ته منتظر ناست وو او سل فیصده باور یې و چې له اندونیزیا به فتوی صادره شي. خو چې کله غونډه پای ته ورسیده او عطاء الله لودین وروستۍ پریکړه اعلان کړه، معلومه شوه چې غونډې فتوی نه بلکې یوه داسې اعلامیه صادره کړه چې نه خو په کې د طالبانو نوم یاد شوی، نه یې جهاد نامشروع بللی او نه یې کومه بله داسې خبره کړې چې د اشرف غني او نیکولسن ټېغ پرې وخيږي. اعلامیه په تشریفاتي لهجه لیکل شوې وه او عمومي، نامشخصې لارښوونې یې کړې دي.

کله چې فتوی په اعلامیه بدله شوه، نو داسې خوند یي وکړ  لکه د ښوروا په نیت راغلی میلمه چې د بشکو په پیرکو واوړي. اوس نو نیکولسن او اشرف غني کټ مټ دهغه نامراده میلمه په شان مخونه نیولي دي. د فتوی ټکې یې له خولې اچولی، حتی که په تصور کې هم فتوی ورشي، نو یوازې سوی آه وباسي او هڅه کوي د چورت چینل بلې خوا ته واړوي. د ارګ کارمندان ته توصیه ده چې د ولسمشر ترمخ دې فتوی ټکی نه یادوي، ځکه احتمال لري چې د ولسمشر شوګر خطرناک حد ته لوړ شي او د جایجوش یا توکدانۍ ګوزار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx