افغانستان

د هېواد سويل کې د ايساف يو عسکر وژل شوی

isfنن ټکی اسيا: افغانستان کې د بهرنيو عسکرو “ايساف” رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د هيواد سويل کې د دوی يو عسکر وژل شوی دی.

خبر پاڼه زياتوي، چې نوموړی عسکر د طالبانو په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

ايساف د خپلې کړنلارې له مخې د وژل شوي عسکر هويت او د پېښې دقيق ځای نه دی ښودلی.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۴ م کال له پيله افغانستان کې د ايساف د وژل شويو عسکرو شمېره ۴۵ تنو ورسيده، چې ډېری يې امريکايان او بريتانويان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x