نبوي حدیث

د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – اتمه برخه)

مولوي فضل ربي (کوه صافي وال)

۱. مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ. صحیح البخاري

ترجمه : څوک چې په الله تعالی او د قیامت په ورځ ایمان لري نو خپل مېلمه ته د عزت ورکړي.

۲.مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلَا يُؤْذِ جَارَهُ. صحیح البخاري

ترجمه : څوک چې په الله تعالی او د قیامت په ورځ ایمان لري نو هغه د خپل ګاونډي ته ضرر نه رسوي.

۳. المؤمن من أمنه الناس علي اموالهم وانفسهم .سنن ابن ماجة

ترجمه : مؤمن هغه دی چې خلک په هغوی باندې د خپلو مالونو او ځانونو په اړه اعتبار وکوي .

۴. من سره أن يستجيب الله له عند الشدائد والكرب فليكثر الدعاء في الرخاء .سنن الترمذي

ترجمه : د چا چې خوښیږي چې په سختي او مشکلاتو کې یې الله تعالی دعاء قبوله کړي نو هغه د د راحت په حالت کې ډېره دعاء وکوي .

۵. مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا أَوْ لِيَمْنَحْهَا أَخَاهُ. صحیح البخاري

ترجمه :د چا چې زمکه وي نو څه شی د پکې وکري او یا یې د خپل ورور ته په اختیار کې ورکړي (چې هغه پکې څه شی وکري او د زراعت زمکه دی همداسې مهمله د نه پریږدي) .

۶. مَنْ كَانَتْ عِنْدَهُ مَظْلِمَةٌ لِأَخِيهِ فَلْيَتَحَلَّلْهُ مِنْهَا. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې په خپل کوم ورور باندې ظلم کړی وي له هغه څخه د بښنه وغواړي.

۷. عليك بحسن الخلق ، فان احسن الناس خلقا احسنهم دينا .كنز العمال

ترجمه : ته باید نېک اخلاق وکوې ځکه هغه کسان چې ښه اخلاق یې هغه ښه دین داره وي .

۸. عالم ينتفع به خير من الف عابد .كنز العمال

ترجمه : هغه عالم چې خلکو ته یې فایده رسیږي تر زرو (بې علمه) عبادت کوونکو څخه غوره دی .

۹. مَنْ لَا يَرْحَمُ لَا يُرْحَمُ. صحیح البخاري

ترجمه : هغه کس چې رحم نه کوي په هغه باندې به رحم نه کیږي.

۱۰. مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنْ النَّارِ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې په ما پورې درواغ وتړل نو په اور کې د خپل د کېناستو ځای برابر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx