خاموشي / فکرمل طالب

د تکبیر په غږ مې ماته خاموشي کړه
پخوا ښه وم مابه زیاته خاموشي کړه

اوس د وخت ناخوالو یمه پارولی
کنه ماخو به هر چا ته خاموشي کړه

حوصله مې لکه غر وه باک مې نه وو
تل مې لُو وړې بلا ته خاموشي کړه

اسرافیله! هدیرې مو کړه راويښې
پښتنو اوس امریکا ته خاموشي کړه

فکرمل به په هغه ورځې شهید وي
بس چه کله یې دنيا ته خاموشي کړه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د