افغانستان

روزګان: جګړه دویمې ورځې ته وغځېده

د روزګان ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کې له پرون راهیسې جګړه روانه ده. یاده جګړه چې په دوان، سیاسنګ او یخدان سیمو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ  پېښه شوې ده، لاهم په شدت دوام لري.
طالبان وايي چې په دوه ورځې کې يې دوه پوستې نیولې او او د یوراکټ په ګډون يې ځینې مهمات هم نیولي دي.

امنیتي مسوولینو د روزګان د یادې جګړې اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.
بل پلو د روزګان په مراباد کې هم جګړه دوه ورځنۍ شوه، چې د طالبانو د خبرپانې له قوله لاهم په شدت روانه ده.
د چارو د شنونکو له نظره د هلمند په سنګین ولسوالي کې د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونه په وړاندې کلک مقاومت د امنیتي ځواکونو جګړه ایزه روحیه ډېره کمزورې کړې ده. چې ښايې د هېواد په لر او بر کې په امنیتي ځواکونو اغېزه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close