افغانستان

بیړنی خبر: «کشر طالب» په هلمند کې چورلکه را نسکوره کړه / ویډیو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۳ غویی ۱۳۹۷): طالبانو د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې د چاپې پر مهال د کمانډو ځواکونو یوه چورلکه ویشتلې ده او په وینا یې په کښي سپاره عسکر هم وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي لنډ پيغام کې ویلي چې د الوتکې د ویشتلو وروسته په سیمه کې جګړه هم را منځته شوه چې په ترڅ کې یې نور عسکر هم مړه او ټپيان شول.

کشر طالب:

نن ټکی اسیا ته په رسیدلي ویډیو کې ښکاري چې یوه چورلکه پر ځمکه په تخریب شوي حالت کې پرته ده او اورونه لا هم پر بل دی او ورسره عکاسي کوونکی وایی چې تېره شپه د نهرسراج په سره ښاخ سیمه کې پر یوه بجه بهرني او کورني عسکر راغلي وه، ډیرو ټانګونو او موټرو یې هم ملتیا کوله، خو بیا یوه «کشر طالب» په راکټ دغه چورلکه وویشتله او پر ځمکه یې را نسکوره کړله.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تپاند څارو

د پورتني خبر په اړه خو مو عيني واقعيت ولوست، خو اوس وګورئ چې کټ مټ همدغه خبر اجيري رسنۍ څنګه په ناسم ډول خپروی ؟! تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه له بیړنۍ ناستې وروسته ویجاړه شوې خو سپرلي یې ورڅخه روغه وتلې ده. دفاع وزارت نن /یکشنبه/ وویل، د افغان هوايي ځواک هیلي کوپتر په هلمند ولایت کې د تخنیکي ستونزې له کبله بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه. د دفاع وزارت په وینا دا پېښه نن سهار وختي په ګریشک ولسوالي کې وشوه. دا وزارت وايي، هیلي کوپتر له بیړنۍ ناستې وروسته بمباري کړای شوه او… نور لوستل »

javed

حضرت محمد (ص) فرمودند : در پی راستی و راستگویی باشید ، اگرچه فکر کنید که مایه هلاکت است ، در صورتیکه راستگویی موجب نجات است و از دروغگویی پرهیز کنید ، اگرچه فکر کنید دروغگویی عامل نجات است ، در صورتیکه آن مایه هلاکت و نابودی است. دروغ از خود اندازه دارد این ### دروغګو مردم را غول و احمق فکر کرد اګر هلیکپتر را طالب ### زده جسد سر نشنانش چی شد از خدا بترسید دروغ ګفتن بس کنید

غوربندی

جاويد بيادر

جثه های پلید سرنشینان هیلکپتر طبعا خوراک اتش گردیده
اتشی که تابش ظاهرا به شما نیز رسیده

Zadran

بلکل کشر طالیب له روسیه څخه په نوی راکټ وویشتله

غوربندی

ځدرانه

مافی ضمیر څېره دې باالاخره په خپله راښکاره کړه.

pattang

ځدراڼه ولې نیت بدي کوې تا خو له روسې ۳۵ کاله لا پخوا او اوس یې له امریکایانو اخلي نو ظالمه ولې نیت بدی یې
له هر چا مننه چې مونږ ته د ینکي منافق او زوړ زاني دويشتلو او ایستلو له پاره اصلحه راکړي !!

Zadran

غور بندی صاحب.زما مطلب واضح دی،هغه دا چه نه کشر طالیب وشتلی نه مشر،طیاره له تخنیکی عوارضو څخه په زمکه ناسته،بیا د بلی طیاری څخه بمبارد شوی ده.د مومن خان ښامار مه تری جوړه وه،توری په سری کوی له پنجاب او روسیه څخه کیریدت اخلی.

غوربندی

دا خو ستا تحليل نه شو بلكه د تاند خبر مو منلي

بیا هم که په تخنیکي ستونزه باوري وای نو د روسیې خبره مو نکول

عبدالولی (فهیم)۰

ماشاالله ډیر ښه کار شوی دی الله دی دا اجیره او غلامه اردو له خپل بادار سره یو ځای همداسی رانسکوره شی.

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x