افغانستان

هرات: نږدې څوارلس زره رايې باطلې اعلان شوې دي

Rai-pana-12د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي چې نږدې څوارلس زره مشکوکې رايې يې باطل اعلان کړې دي.

په هرات کې د ټاکنیزو شکایاتو ولایتي مسوول عبدالله شیرزی وايي، چې په هرات کې د ۴۴محلونو رايې قرنطین شوې دي چې پکې ۱۳۵۰۰رايې باطلې اعلان شوې دي.

د نوموړي له قوله چې له ۲۳محلونو پورته یاد شمېر باطلې شوې رايې د ټاکنو په دواړو نوماندانو پورې اړه لري، یواځې په یوه محل کې د یوه مشخص نوماند ټولې رایې باطلې شوې دي.

د عبدالله شیرزي په خبره د هرات له ګلران، شینډنډ، کهسان، چشت شریف او زنده جان ولسوالیو نهد درغلیو او شکایاتو له امله ډېرې رايې باطلې شوې دي.

د هرات دولایتي کمیسیون د مسوولینو له قوله دوی له ۱۳۲ثبت شويوشکایاتو نه یواځې ۱۳شکایتونه څېړلي دي، چې د نورو په اړه يې په خبره کره شواهد نشته، ځکه خو ورپسې سر نه ګرځوي.

د ټاکنو د یو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري هغه وخت د رایو د شمېرنې د لړۍ بندول وغوښتل شول، چې د ټاکنو کمیسیون يېپه درغلیو تورن کړ او د ټاکنو د دارالانشاء د ریس د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

تېره شپه هم د ټاکنو بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي له خپله سیاله وغوښتل چې د ټاکنو اړوند دې قانون ته غاړه کېږدي.

عام وګړي، د ټاکنو په اړه له بحرانه وېرېږي او ځينې يې په خپلو رايو پښېمانه دي، په کاپیسا کې یو تن دولتي کارمند چې نه غواړي نوم يې خپور شي، نن ټکی اسیا ته وويل: «د ټاکنو په اړه چې ورو- ورو له درغلیو خبرېږم، خپله رنګ کړې ګوته په وینه ککړه راته ښکاره شي.»

د نوموړي په خبره ده یواځې په خپل سر څوارلس رايې کارولې دي، چې له قوله يې اوس په ټولو پښېمانه دي. هغه وايي چې په هېواد کې هرڅه د شخصي ګټو دخوندیتوب لپاره کېږي.

د چارو د شنونکو له نظره تېرې ټاکنې بشپړې د قومیت د بریا په تمه ترسره شوې، چې بیا يې هم ښې پایلې تراوسه نه دي درلودلې.

ټاکل شوې ده چې د ټاکنو لومړۍ قسمي پایلې به دروانې لمريزې میاشتې په یوولسمه او وروستۍ هغه به يې د همدې میاشتې په پای کې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close