ورزش

بند امیر لوبډله د احمد شاه ابدالي سیالیو اتله شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په کورني څلور ورځینۍ سیالیو کې د بند امیر لوبډلې امو ریجن لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د الکوزي احمد شاه ابدالي جام اتلولي وګټله.

دغه سیالۍ چې د افغانستان اولې درجې (فرسټ کلاس) کورنۍ څلور ورځینۍ سیالۍ بلل کیږي، د امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ پایلوبه د سه شنبې په ورځ په کندهار کېرکټ لوبغالي کې پېل شوې وه د شنبې په ورځ د بند امیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په دغه لوبه کې لومړی د امو لوبډلې توپوهنه وکړه چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۰ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا زیاتې منډې ۸۹ مراد مرادي جوړ.

بند امیر لوبډلې پخپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۴۰۷ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا زیاتې ۱۳۴ زیاتې منډې اصف موسی زي او ۱۲۲ منډې لوبډلمشر ضیاءالحق جوړې کړې.

امو لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې ښه ځوابي توپوهنه ترسره کړه او ۴۲۰ منډې یې جوړې کړې، خو بند امیر لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۰ منډې جوړې کړې، په پای کې که څه هم لوبه بې پایلې پای ته ورسېده خو بند امیر ته په لومړۍ پاڼۍ کې پر امو لوبډلې د لسو نمرو وړاندې والي له امله بریا ورکړل شوه، او همدا ډول د دغو سیالیو اتله شوه.

پایلوبه کې ضیاء الحق په غوره لوبه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، او عبد الواسع ددغو سیالیو پړاو د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، نوموړي د ۵۴ ویکټو او ۳۶۸ منډو جوړولو سره غوره لوبغاړی وټاکل شو.

همدا ډول حمزه هوتک په ۶۷ ویکټو ترلاسه کولو سره د غوره توپ اچونکي او درویش رسولي د غوره توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه، نوموړي په دغو سیالیو کې ۱۰۷۳ ډېرې منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده  چې د دغه سیالیو مخکني پړاوونه په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ترسره شوي وو او پایلوبه په کندهار کي وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x