راشد خان: د کرېکټ پر ځای زده کړو ته پام وکړئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي لوبډلې وتلی ستوری او سوکه توپ اچونکی راشد خان په یوه تازه مرکه کې ویلي چې لومړی باید زده کړې او بیا کرېکټ ته وخت ورکړل شي.

که څه هم په هېواد کې د کرېکټ مینه مخ په زیاتېدو ده، تر دې چې ډېر ځوانانو له زده کړې دېته پام ډېر کړی، خو لکه څنګه چې په ژوند کې د زده کړو خپل اهمیت دی، په اړه یې راشد خان وایي چې آن د ښه لوبغاړي جوړیدو لپاره هم زده کړې مهمې دي.

نوموړي د یوه نیوکې په ځواب کې وویل چې کرېکټ هر وخت زده کېدلی شي، خو د زده کړو خپل وخت وي او باید هغه وخت زده کړو ته ځانګړی شي او په بل شي ضایع نشي، نوموړی وایي:

«لومړی تعلیم دی، کله چې مې زده کړې کولې او کرېکټ مې کاوه، ټول تمرکز مې په زده کړو و، ټولو ته مې پیغام دا دی چې کرېکټ لوبه هر وخت کې کېږي، خو ماشومتوب د زده کړو لپاره ښه وخت دی، که زده کړې نه لرئ ممکن کرېکټ کې هم ستونزې درته پیدا شي، ځکه اول زده کړې بیا کرېکټ دی».

د راشد خان په خوله هغه لوبغاړي چې زده کړې يې نه وي کړي په کرېکټ کې له یو شمېر ستونزو سر مخ کیږي، او هاغه وخت بیا د زده کړو ارمان ورځي.

د شل اوریزو سیالیو نړیوال اتل راشد خان چې اوسمهال د هند په سوداګریزو سیالیو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا لوبیږي او ښه ثابت شوی، په بهرنیو لیګونو کې د افغانانو لوبېدل د ملي لوبډلې په ګټه بولي او د کورني کرېکټ د راتلونکي لپاره یې ګټور او اړین بولي.

۱۹ کلن ځوان بي بي سي خبرپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل، چې دوی هڅه کوي په بهرني لیګونو کې ښه ثابت شي، نوموړی وایي: “هر افغان لوبغاړی چې په دې لوبه کې ځلېږي، د افغانانو او افغانستان نوم ور سره ځلېږي».

نوموړی چې اوسمهال د آی پي آیل په روانو سیالیو کې یو له مخکښ توپ اچونکو څخه دی او ۱۳ ویکټې يې ترلاسه کړي، دغه سیالۍ او په دې کې د افغانانو تجربې د خپلې ملي لوبډلې لوبغاړو لپاره ګټورې بلي.

راشد خان هیله مند دی چې د بنګلدیش پر وړاندې په راتلونکو درې شل اوریزو سیالیو کې ښه وځلیږي، او ددې لپاره نوموړي له دې سیالیو وړاندې د ویسټ انډیز پر وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا لوبډلې سره یو ځای شوی، چې ښه ځلیدل به یې پر بنګلدیش لوبډله هم لوی اغیز وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د