wife.with.husbands.deadbody

کيسه: پر مړي سیاست..

ليكوال: وشنوناكر

ژباړن: باركوال مياخېل/ كوټه

هغه پر پياده لاره ويده و، چي يوه لارۍ (ټرك) پر هغه پاس وختله او هغه ځاى پر ځاى مړ شو. څرګنده نه شوه چي تر خولې يې چيغه هم ووته او كه يه؟. په دې ښار كې داسې پېښې هره ورځ كېږي. د دې ښار او د ور څېرمه ښار همدغه ځانګړتيا ده، چي سړى مړ شي او ډرېور وتښتي. څلور كرښې خبر خپور شي. چي څوك وخت لري، هغه يې ولولي، چي ډېر پر كار بوخت خلك وي، هغه يې نه لولي. هيڅوك يې هم په كيسه كې نه وي، خو هغه بختور و، چي د لومړي وزير د ټاكنې د سيمې يو وګړى و. په خبر كې د دې خبرې يادونه هم شوې وه. يو چا د دې خبر په لوستلو سره د لومړي وزير د خواخوږۍ لپاره تر هغه پورې ور ورساوه. بس بيا نو ځنډ د څه شي و. لومړى وزير پر مړي باندې د ګلانو شيندلو لپاره را ورسېد. پر دې خبره باندې په ټوله سيمه كې د پښېمانۍ نغارې و ډنګول شوې.

خبريالان پښېمانه وو چي هى ارمان، هغه وخت موږ ولې هورې موجود نه وو. عكاسان پښېمانه وو چي موږ له يوۀ ارزښتناك عكسه بې برخې كړاى شوو. په هر حال د ده مړى له كوره را و ايستل شو او پر پراخ ډګر كښېښوول شو. د روغتون له خوا ښه ډېر ګلان پر ونښلول شول. پر كفن باندې يې خوږبويي هم ولګول شوه. تر لومړي وزير وروسته روغتون ته ګڼ شمېر وزيران را مات شول. سيالي پيل شوه چي تر لومړي وزير وروسته څوك پر دويم لمبر روغتون ته ور رسېږي. د وزيرانو كار موټرانو بوږ اخيستى و، څو واره خو د دوى كار موټران د ډېرې چټكتيا له امله له ټكرېدو بچ شول. د كورنيو چارو وزير، د چاپېريال ساتنې وزير او د اقتصاد وزير د صنايعو تر وزير مخكې روغتون ته را ورسېدل. د تجارت وزير د صنايعو تر وزير 5 منټه 46 ثانيې وروسته را ورسېد. دې خبرې هغه ته خوند ور نه كړ. ده په دفتر كې لومړي وزير ته ګيله وكړه چي زه مو ولې پر وخت خبر نه كړم. پر دې خبره هغه دومره خوابدى شو چي په مخامخ ليدنه كې يې لومړي وزير ته دا ګيله وكړه.

د پارليمان د مخالفې ډلې مشر ته دا خبر په ځنډ سره ور ورسېد. هغه لومړى پر دې چلند باندې د اندېښنې په څرګندولو سره لومړي وزير ته ليك واستاوه او وروسته دى هم روغتون ته راغى. هغه نه يواځې پر مړي باندې ګلان وشيندل، بلكې د مړي نوم يې هم مالوم كړ. وروسته د ګوند دفتر ته په رسېدو سره هغه دا ډول د غمرازۍ پيغام خپور كړ:

– “زموږ ګوند د شهيد رجب خان ولد بنې خان پر ناڅاپي مړينه ډېره اندېښنه څرګندوي او د ارواښاد د كورنۍ لپاره د خپلې خواخوږۍ څرګندونه كوي. چي د لومړي وزير د ټاكنې د سيمې يو سړى په پلازمېنه (پايه تخت) كې په دې توګه وژل كېږي، نو د دې خبرې تصور كول هم ګرانه خبره ده چي د هغو سيمو پر اوسېدونكيو به څه تېرېږي، له كومه ځايه چي د مخالفې ډلې (حزبِ اختلاف) غړي ټاكل كېږي او پارلمان ته راځي. زموږ ګوند به د شهيد پر بې وخته مرګ باندې خپل بيرغ د يوې ورځې لپاره ټيټ كړو. موږ د شهيد رجب د غمجنې كورنۍ لپاره د مالي مرستې وركولو پرېكړه هم كړې ده. د ده جنازه به سبا غرمه پر يوولس بجې زموږ د ګوند له دفتره اخيستل كېږي، چي په هغه كې به د ګوند په زرګونو غړي برخه اخلي. د شهيد رجب مړى به د څو شېبو لپاره د لومړي وزير د ماڼۍ مخې ته ښودل كېږي، چي له هېواد سره- سره د خپلې ټاكنې د سيمې هېروونكي لومړي وزير سترګې پرانيستل شي.

زموږ ګوند د شهيد رجب په ياد كې د بسپنې ټولولو په تكل كې ده، چي په هغه كې له هر چا څخه په لوى زړه د بسپنې وركولو غوښتنه كېږي. د شهيد رجب د يادګار يو څلى به هم پر هغه ځاى جوړېږي، پر كوم ځاى چي هغه ناببره مړ شوى و. شهيد رجب خان يو له هغو انسانانو څخه و، چي د خښتو په بارولو سره يې هېواد ته ستر خدمت تر سره كړى دى. په وږي نس پر پياده لاره باندې په ويدېدلو سره هېواد ته د پرمختګ وركولو په لړ كې هغه ډېر ستر هوډ درلود. هېواد په اوسمهال كې هغه ته زياته اړتيا لرله. د ده د غمجنې مړينې له امله هېواد ته يو نه را ګرځېدونكى زيان ور اوښتى دی”.

حال دا چي لومړى وزير د سياست د ډګر پخوانى لوبغاړى و او دۀ د مخالفې ډلې غړي له هغه وخته راهيسې پېژندل، كوم وخت چي دى خپله هم په مخالفه ډله كې و، خو بيا هم د ده په خوب او خيال كې نه وو، چي د مخالفې ډلې مشر به دا پېښه دومره سره و شاربي. د هغه موخه څرګنده وه، ټاكنې را نيژدې شوې وې، د رجب پر مړي باندې په ګلانو شيندلو سره هغه د خپلې سيمې خلك خوشاله كول غوښتل، خو اوس د ګټې پر ځاى تاوان پېښ شوى و. لومړي وزير داسې وانګېرله چي اوس نو لوبه له لاسه وتلې ده. په دې توګه خو به پټكى مخالفې ډلې ته ور وتړل شي، دا ښه خبره نه ده، داسې بايد ونه شي. ده د خبرو ځواب په خبرو سره وركړ. دۀ د خپل هېواد ولس د مړي له سياست كوونكيو ځواكونو خبر كړ. دۀ په خپلو خبرو كې وويل:

– “شهيد رجب زما د ټاكنې د سيمې اوسېدونكى و، ما له ده سره فطري تړون درلود او ورسره جوړه مي وه. زه د ده پر دې ناببره مړينه ډېر غمجن يم، ځكه روغتون ته په ورتلو سره ما د ارواښاد لپاره خپل احترام څرګندول غوره وګاڼه. كه مخالفې ډلې ذمه واري احساسولاى، نو مشر به يې زما د زړه جذباتو ته درناوى لرلى واى او هيڅ داسې كار به يې نه كولاى چي له ام له يې د غم او اندېښنې په دې ګړۍ كې بېځايه ناندرۍ را منځته شوې. دا پر مړي د سياست كولو نه، بلكې د هېواد د پر مخ بیولو وخت دى. موږ پر دې كار بوخت يو، خو د مخالفې ډلې غړي له موږه تنګ شوي دي او ناوړه كارونو ته لاس اچوي. د دوى د دې كرغېړن چلند له امله د ولس په وړاندې د مخالفې ډلې څېره لوڅه شوې ده. په هر حال نن ګهيځ د كابينې په بيړنۍ غونډه كې دا پرېكړه شوې ده چي د شهيد رجب خان مړى به په دولتي وياړ او درنښت سره سبا ماځيګر پر څلور بجې ښخېږي. سبا د غرمې تر يوې بجې پورې به د شهيد رجب مړى د لومړي وزير تر ماڼۍ دباندې د خلكو د كتلو لپاره ښول كېږي. دا كار ځكه كوو چي د قوم له خوا د درنښت او احترام څرګندونه وشي، چي هغوى يې د داسې خلكو لپاره لري، كوم چي پر پياده لاره باندې ويدېږي او دا ډول شهيدان كېږي. دولت دا كار نه يواځې د شهيد رجب لپاره كوي، بلكې د هېواد د بېوزلي او غريب ولس لپاره د اندېښنې او خواخوږۍ څرګندولو لپاره يې كوي. د دولت له دې كار سره به د هغو ټولو خلكو په زړونو كې د غيرت او پر ځان باورۍ جذبه را ژوندۍ شي چي د خښتو او خټو په بارولو سره هېواد ته سوچه خدمت تر سره كوي او د اسمان تر څادر لاندې په ويدېدلو سره د مېړانې او سرښندنې مثالونه وړاندې كوي.

د ټول قوم له خوا په دې توګه تر مرګ وروسته رجب خان ته په درنښت لرلو سره به د مړي د سياست كوونكيو له لاسه يوه بله موقعه ووځي. دا دولت د ولس په بېخي زيات ملاتړ سره جوړ شوى دى او هغوى به هم هيڅكله د داسې سياست كولو اجازه ور نه كړي. كابينې دا پرېكړه هم كړې ده چي د رجب خان د كورنۍ هر غړي ته به د سمون او ودې په پلانونو كې كار وركول كېږي. كه د رجب خان په كورنۍ كې يو لوستى كس هم وي، نو هغه ته به هم د روزګار وركولو لپاره غور وشي، پر دې خبره هم غور كېږي، چي د قانون له مخې د رجب خان كونډې ته د مرستې تنخا وركول كېداى شي. كه د رجب خان اولاد له زده كړې سره مينه ولري، نو د هغوى لپاره به د وړيا زدهكړې او كتابونو غم وخوړل شي. له دې پرته چي د شهيد رجب د مرستې لپاره وخت پر وخت دولت ته كوم وړانديزونه كېږي، پر هغو به غور كېږي.

د لومړي وزير له دې وينا سره سم دولت د رجب خان مړى په خپل واك كې واخيست. د هغه د كورنۍ خلك چي د مړي د تر لاسه كولو لپاره ورغلل، نو هغوى ته هم د مړي له وركولو ډډه وشوه. مخالفې ډلې په دا ډول قبضې كولو سره د زورور مخالفت په ترڅ كې وويل:

– “مخالفه ډله نه، بلكې لومړى وزير د مړي سياست كوي. دا خبره د لوى وزارت پر څوكۍ باندې د ناست سړي لپاره پر ځاى نه ښكاري”.

ريښتيا خبره دا ده چي څنګه هم د مخالفې ډلې د شهيد رجب د غمجنې او بې وخته مړينې خواته پام شو، په سمدستي توګه يې غونډه را وبلله او څه داسې پرېكړې يې وكړې چي په هغو سره به د رجب ورور عزت هم ساتل شوى واى او يو ډول به دې ړوند، كوڼ او ګونګي دولت د هېواد د بېوزلي او ځپلي ولس خواته پام را اړولى واى، چي هره ورځ تر لاريو لاندې په ناترسۍ سره وژل كېږي، خو د هېواد لومړي وزير د قوم په اړه د ذمه وارۍ په نه احساسولو سره دې پېښې ته بېځايه د سياست رنـګ وركړى دى. مخالفه ډله د لومړي وزير د دې زيانمنې نازكمزاجۍ او غير ذمه واره بېلاريتوب مخالفت كوي.

له دې سره موږ، هېواد ته د شهيد رجب تر سره كړيو سترو خدمتونو ته يو وار بيا سلام كوو. د هندوستان مور داسې په لكونو او كروړونو تكړه زامنو ته اړتيا لري، چي د هغې د سترګو وروستۍ اوښكه هم پاكه كړي. موږ دا منو چي د قوم لپاره د شهيد رجب مبارزو ته په كتلو سره چي دولت څه كوي هغه بېخي ليږ دي، پر داسې موقعو باندې لومړى وزير بايد خپله بوديجه په سخاوت سره وكاروي، خو هغه پر داسې دردمنه موقعه باندې د بې حسۍ او زړه تنګۍ ثبوت وړاندې كړ. مخالفې ډلې دا هوډ لارۀ چي د بسپنې په را ټولولو سره ليږ تر ليږه لس زره روپۍ را غونډې كړي او د شهيد رجب كونډې ته يې وړاندې كړي، خو د دې خبرې په څرګندولو سره- چي لومړى وزير به دې ته په پام سره له خپلې بوديجې څخه د زياتو پيسو وركولو اعلان وكړي- مخالفه ډله تر خپل هوډ تېره شوه. موږ د يوې ذمه وارې مخالفې ډلې په توګه د رجب خان په چاره كې له دولت سره هيڅ سيالي نه كوو او د لومړي وزير د مړي د سياست په دې پيل شوې مرداره لوبه كې برخه اخيستل نه غواړو. دا زموږ د تګلارې خلاف كار دى، ځكه نو موږ د شهيد رجب د يادګار جوړونې له پلانه لاس واخيست. د غم او ناورين په وخت كې موږ هيڅ داسې ګام نه پورته كوو، چي له هغه څخه د هېواد سياسي چاپېريال زهرجن شي. موږ تل د هېواد ګټې او پرمختګ ته لومړيتوب وركړى دى. موږ اوس هم همدغه كار كوو.

له دې وروسته د لومړي وزير وينا وړاندې شوه:

– “دا ښه خبره ده چي زموږ تر فشار وروسته مخالفه ډله د مړي د سياست كولو خپل ناوړه كار ته ځير شوې ده او بيرته يې لاس ترې اخيستى دى. موږ د دې پرېكړې هركلى كوو. هيله ده چي په راتلونكي كې به هم مخالفه ډله په همداسې ذمه وارۍ سره خپله دنده تر سره كړي. مخالفې ډلې ټولې چارې ته دومره زيات سياسي رنـګ وركړى دى چي په ځينو سيمو كې د دولت پر دې ګام باندې بېځايه نيوكې وشوې چي دولت هم د شهيد رجب احترام نه كوي، بلكې د مړي د سياست لوبه لوبوي. موږ دا خبره نه منو، ځكه چي دولت ډېر له وړاندې لا خپلې ارادې په څرګندو ټكيو كې بيان كړې وې، خو بيا هم دولت په يوه بېځايه جګړه كې ځان ښكېلېدل نه غواړي. نو اوس دولت پرېكړه كړې ده چي له شهيد رجب خان سره تړلي ټول پروګرامونه او اعلانونه دي بيرته واخيستل شي. هيله ده چي مخالفه ډله به دې بحث ته له سياسي رنـګ وركولو ډډه وكړي. له دې سره دولت د يوې خبرتيا په خپرولو سره پر پياده لاره باندې په ويدېدلو بنديز لګولى دى، د دې لپاره چي د شپې وخت د لاريو او موټرو په تـګ راتـګ كې ستونځه پېښه نه شي. د هندوستان په سزاوو كې به ضروري بدلونونو كولو سره يوه بېله خبرتيا خپله د ولسمشر په وسيله خپرېږي، چي د هغې له مخې به پر پياده لاره باندې ويدېدونكي كسان د درېوو مياشتو له بند تېرولو سره- سره لس زره روپۍ جرمانه هم پرې كوي.

پاى

یوه تبصره

  1. محمد اکرام عصمتي

    په بخښنې سره چې دلته مې اېمیل وکړو
    غوښتل مې ځینې لیکنې مې درسره شریکې کړم څنګه کولای شم چې در واستوم یې ؟
    مننه !

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.