افغانستان

سپنتا له یوه پلاوي سره اسلام اباد ته تللی

Spanta-in- islam abadد ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له یوه پلاوي سره پر امنیتي مسایلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی. په یاد سفر کې له ډاکټر سپنتا سره د دفاع، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیران؛ د ملي امنیت د ځینو چارواکو په ګډون ملګري دي.
ویل کېږي چې دغه پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر سره وګوري او دوی ته به د حامدکرزي ځانګړی پیغام ورسوي، پر دې سربېره به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له سلاکار سرتاج عزیر سره هم وګوري.

ولسمشر حامد کرزي له نواز شریف سره د تلیفون په کرښه ويلي و، چې دوی به د ګډې همکارۍ د یوې تګلارې په اړه خبرې سره وکړي.
د دې پلاوي تر سفر وړاندې افغان ملت پال محمودخان اڅکزی کابل ته د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د مرستې په تمه راغلی و.
افغان ولسمشر په وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو عملیات ستایلي دي، خو د ملي امنیت مسوولینو شک ښکاره کړی، چې ګواکې یواځې په پاکستاني طالبانو یاد عملیات ترسره کېږي.
په وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له پیل سره سم د افغانستان د ملي دفاع وزارت عملیاتي ریس جنرال افضل امان له پاکستاني پوځیانو سره په عملیاتو کې د مرستې ژمنه وکړه او دا يې د هغوی ښه اقدام وباله.
بل اړخ ته په وزیرستان د برید په وخت کې پاکستاني طالبانو د غبرګون په توګه وویل، چې دوی به پاکستاني چارواکو ته سوله په خیرات کې هم ورنه کړي.
په وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو د علمیاتو په پیل کېدو سره سلګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته کډه شوي دي، چې د روژي په رارسېدو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x