fbpx

منظور پشتین پر پښو او موټر کې کراچۍ ته روان شو / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۳ غویی ۱۳۹۷): په پاکستان کې د “پښتون ژغورنې غورځنګ” تحریک مشر منظور احمد پشتین پرون غوښتل چې د اسلام آباد نړیوال هوائي میدان څخه کراچۍ ته په ننۍ غونډه کې د ګډون لپاره د “سیرین” هوائي شرکت په الوتکه کې لاړ شي خو د هوائي میدان څخه راوګرځول شو او دولت اجازه ورنکړه چې په طیاره کې کراچۍ ته لاړ شي.

پس له هغې پرون منظور پشتین د موټر په واسطه د کراچۍ په لور روان شو، په ټولینزو شبکو کې نشر شويو انځورونو کې لیدل کیږي چې پولیسو ځای پر ځای د منظور د موټر مخه ونیوله خو منظور له موټر کوز شوی او په پښو روان شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتل چې پرون د کراچۍ په جناح پارک کې غونډه وکړي خو د دولت له طرفه اجازه ورنکړل شوه نن څلور بجې به د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه د کراچۍ سهراب ګوټ په سیمه کې کیږي.

منظور لږ ګړی تر مخه د خپل فیسبوک څخه په ژوندۍ بڼه په یوه ویډیو کې ټینګار وکړ چې د کراچي غونډه به په هر حال تر سره کیږي او په کراچي کې د استوګنو پښتنو څخه یې وغوښتل چې حتما په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

هوايي ډګر کې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د