انډونیزیا: پر دریو کلیساګانو سرتیري بریدونه شوي / ویډیو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۳ غویی ۱۳۹۷): د انډونیزیا په یوه ښار کې پر درو کلیساګانو باندي سرتیري بریدونه شوي دي چې له امله یې تر اوسه د ۹ تنو وژل تایید شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان بلل شوي دي.

پېښه د انډونیزیا په «سورابایا» ښار کې را منځته شوې او ویل کیږي چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی چې له امله یې کیدای شي د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.

د انډونیزا پولیس رسنیو ته ویلي چې لومړۍ چاودنه سهار پر اوه بجې پر کاتولیک چرک «سانتا ماریا» باندي وشوه، دوهمه چاودنه پر انډونیشین کریچن چرچ او دریمه چاودنه پر «پينټي کوسټ سینټرل چرچ» باندي وشوه.

دوی ویلي چې د لومړنیو څیړنو څخه څرګندیږي چې چاودنې د سرتیرو په واسطه تر سره شوي.

پولیسو ویلي چې د پيښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي او د امنیت د خوندي کولو په خاطر یې په ښار کې ټولو کلیساو ته د موقت بندولو امرونه صادر کړي دي.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د