fbpx

د کانونو وزارت: ښايي د ټاپې پروژې کار له ځنډ سره مخ شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي د ټاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې ګڼو موضوعاتو ته په کتو ښايي د دې پروژې په تطبیق کې ځنډ را منځته شي.

ټاپي پروژه چې د تطبیق لپاره يې یوازې یو نیم کال پاتې دی، له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز لېږدوي، چې د پیپ اوږدوالی به يې ۱۸۰۰ کیلومتره راشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا د دې پیپ تر ټولو ډېره برخه شاوخوا ۷۳۵ کیلومټره د افغانستان له ۲۱ ولسوالیو څخه تېرېږي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی وايي، د دې پيپ لپاره باید ځمکې استملاک شي او د چاپیريال بشپړه څېړنه وشي، چې تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

طلوع نيوز د کانونو په برخه کې د یو کارپوه سید زمان هاشمي له خولې وايي، ښايي دا پروژه په ټاکلې موده کې پوره نه شي.

د ټاپي د پرانیستې پر مهال د شریکو هېوادونو مشرانو ژمنه کړې وه، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به دا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا پروژه چې افغانستان ته به يې پر ګاز سربېره تر ۴۰۰ ملیونه ډالرو ډېر د ترانزیت کلنی عاید په لاس ورشي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د پیل ګامونه واخیستل شوو.

د شنونکو په باور د هېواد په ۲۱ نا امنو ولسوالیو کې چې د ټاپي پیپ باید ترې تېر شي، د حکومت له لوري بشپړه څېړنه او محیطي درک معلومول ښايي ډېره موده په بر کې ونیسي.

د ولسی جرګې غړې سیمین بارکزۍ هم حکومت پر لټۍ تورنوي او غږ پرې کوي چې د دې پروژې په برخه کې باید له سستۍ کار وانه خلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د