تصویر؛ بدخشان کې طالب جنګیالي

فراه: د یو نیم میلیون ډالرو پر ارزښت مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه په بالابلوک او لاش جوین ولسوالیو د بریدونو پر مهال طالبانو د یو نیم میلیون ډالرو پر ارزښت مهمات تر لاسه کړي دي.

سلام وطنداره؛ د فراه د یو لوړپوړي امنیتي چارواکي په حواله د نوم نه اخیستو په شرط وايي، چې طالبانو یوازې پر دې ولسوالیو د بریدونو پر مهال دا تجهیزات تر لاسه کړي دي.

د سرچينې په وینا هغوی درې هاموي ټانګونه، یو باروړونکی موټر او لسګونه میله سپکه او درنه وسله له ځان سره وړي او پنځه ټانګونه او یو موټر يې ځای پر ځای سوځولي دي.

دغه سرچينه زیاتوي چې د طالبانو په بریدونو کې ۵۰ عسکر هم وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري هم د جګړو پخلی کړی خو ويلي يې دي، چې ۱۵ عسکر وژل شوي او طالبانو کوم تجهیزات سوځولي نه دي.

طالبانو په یادو ولسوالیو کې د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو د فراه مرکز ته څېرمه يې د رج او روکین په نامه سیمو کې پر دوو پوستو د برید پر مهال د ۱۳ عسکرو د وژل کېدو او یو ټانګ او یو موټر د سوځولو خبر ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د