چارواکي: کندوز کې ۸ دولتي سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل):دولتي چارواکي د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ۸ تنه سرتيرو وژل تائيدوي.

په کندوز کې د پامير ۲۰ مه فرقه د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د طالبانو له لوري پر دشت ارچي بازار د جګړې پخلی کوي ، دوی وايي د طالبانو بريدونه يې پر شاتمبولي او د جګړې په پايله کې ۸ دولتي سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی.

د خبرپاڼي له مخي په دشت ارچي کې د جګړې په مهال د طالبانو سرې قطعې ګډون درلود.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد هم د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د جګړې خبر ورکړی ، په وينا يې د دوی له لوري د چاپې په مهال ۱۲ دولتي عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

دوی وايي د جګړې په مهال يې ۲ ټانګونه له منځه وړي او ګڼ شمېر مهمات يې تر لاسه کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت د هيواد په لسو ولایتونو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د روانو نښتو پخلی کوي ، يادي نښتي له تيري پنجشنبې ورځي راهيسي پيل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د