fbpx

د کورنیو چارو وزیر : په لسو ولايتونو کې سخته جګړه روانه ده

 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل):د کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي : د افغانستان په څه باندي لسو ولايتونو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده .

د برمک په وينا د افغانستان دولتي ځواکونه اوس مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي.

په څه باندي لسو ولايتونو کې د تيري پنجشنبې راهيسي توندي جګړې رواني دي چې له امله يې زیات شمېر مرګ ژوبله هم رامنځته شوې.

فراه ، بغلان ، فاریاب ، غور ، کندوز ، غزنی ، زابل او ځينو نور هغه ولايتونه دي چې لا هم په کې جګړه په شدت سره روانه ده.

د تيرو څو ورځو په اوږدو کې د فارياب بلچراغ ، د بغلان تاله وبرفک او د بدخشان کوهستان ولسواليو سقوط له مخي د جګړې شدت په ډاګه کيږي.

دا په داسي حال کې ده چې دولتي ځواکونه وايي د فراه په بالابلوک او لاش جوین ولسوالیو کې د يو نيم ميليون ډالرو په ارزښت مهمات د طالبانو لاس ته لوېدلي.

د زابل په دایچوپان کې جګړه او هلته د شملزو ولسوالۍ امنیه قومندان وژل ، تېره شپه د هلمند په نهرسراج کې د کمانډو ځواکونو څرخي الوتکه ويشتل او په کندوز کې د دولتي ځواکونو په وينا د ۸ دولتي سرتيرو وژل کېدا هغه څه دي چې د کورنيو چارو وزارت خبر تائيدوي.

 

د خبر اړوند مطالب په لاندي لينکونو کې لوستلای شئ:

بیړنی خبر: «کشر طالب» په هلمند کې چورلکه را نسکوره کړه / ویډیو

 

فراه: د یو نیم میلیون ډالرو پر ارزښت مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي

 

زابل: د شملزو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه سرتېري وژل شوي

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د