ِغزل – ابراهیم صیاد

اوس خو مې بیخي له لاسه نه کیږي
اوس مې زندګي لــه لاســه نــه کیږي

ګل مې هم په لاسو کې اغزئ ګرځي
خوف مې د اغزي لـه لاسـه نـه کیږي

بیــا کــه مرور شــــــوې مرور بــه یې
بیـا بـه مې زاري لــه لاســه نــه کیږي

لارې مــو جــودا شـولـې ښـاري اشـنـا
سـتا چې ملنـګي لــه لاســه نــه کیږي

شپې مې پـه شوګیـر باندې سبا کړلې
خـوب د عاشـقي لــه لاســه نــه کیږي

ډیر څه مې صیاده په خوله راشی خو
ډیــر مې د زړګي لــه لاســه نــه کیږي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.