غزنی : طالبانو په اندړو کې محاصره سرتيرو ته د تسليمۍ په موخه تيلفوني شمېرې په ډاګه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته بالاخره د يادي ولسوالۍ مرکز د طالبانو له لوري محاصره شوی.

د اندړو ولسوالۍ امنیه قومندان سید انور اغا وايي طالبان د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې چټک فعالیتونه کوي او ښکاري چې د ولسوالۍ د سقوط لپاره د عملیاتو تابیا نیسي.

د سید انور اغا په وينا که سیمي ته کومکي ځواکونه ونه رسيږي لیري نه ده چې ياده ولسوالي سقوط شي ، د ده په وينا د غزني والي او امنیه قومندان په سيمه کې د عملياتو ژمنه کړې وه خو لا يې درک نه لګيږي.

د اندړ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي : طالبانو د کليو په جوماتونو کې لیکونه خپاره کړي چې په کې د يادي ولسوالۍ پولیسو ته د تسليمۍ خبري شوي.

په لیک کې طالبانو پولیسو ته ويلي : (( که غواړئ چې خپل ژوند مو له خطر څخه وژغورئ او خپل کورونه مو په غم کې ډوب نه شي نو د افغانستان اسلامي امارت مجاهدينو سره په لاندي شمېره په ارتباط کې شئ ! [۰۷۴۴۵۳۴۱۵۶] تاسو ته به مکمل آمان وي!)).

د طالبانو له لوري د خپور شوي لیک انځور :

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د