تصویر؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ټویټر پاڼې

طالبانو له لسو ورځو وروسته لا هم د غزني – پکتیکا لاره تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا لویه لاره د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي مامورین پر مخ تړل شوې ده.

د دې لارې له بندولو شاوخوا لس ورځې تېرېږي، چې شدیدې جګړې هم پرې شوې دي.

د لارې له بندولو دوه ورځې وروسته د غزني چارواکو دعوه وکړه چې دا لویه لاره يې بېرته پرانیستې ده، خو طالبانو يې دعوه دروغ وبلله.

تازه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې لاره لا هم تړلې او د خلاصون په موخه يې له کابله د کمانډو ځواکونو ور لېږل شوی قطار له ماتې سره مخ کړی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي چې لاره ښار ته څېرمه د ارزو له کلي د سردې بند ته نږدې د سلطان باغ تر سیمې پورې د طالبانو په لاس کې ده او د دولتي مامورینو پر مخ تړل شوې ده، د دوی په وینا ولسي وګړي د لارې په څنګ کې په کلیو کې تګ راتګ کوي.

مجاهد وايي کمانډو ځواکونو د دوی د «لیزرې قطعې» له ځواکونو سره په ارزو کلي کې مخامخ شول او د څلورو عسکرو په وژل کېدو او یو ټانګ په تخریبېدو سره بېرته شاتګ ته اړ شول.

د دې لارې په اوږدو کې د شته پوستو په اړه څه نه ده ويل شوي، خو د غزني ولايتي شورا ځینې غړو د اندړو ولسوالۍ د سقوط وېره ښکاره کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د