افغانستان

ننګرهار: ګلاب منګل استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د ننګرهار والي ګلاب منګل له ولایته استعفا ورکړه.

ګلاب منګل پخپله د استعفا په اړه څه نه دي ويلي، خو یاده اداره وايي چې هغه د خپلو شخصي ستونزو له امله استعفا ورکړې ده.

د ننګرهار والي په داسې حال کې استعفا ورکوي چې همدا شېبه لا هم په جلال اباد ښار کې جګړه روانه ده.

د عیني شاهدانو په قول بریدګر د مستوفیت ودانۍ ته ننوتي او همالته يې جګړه پيل کړې ده.

طلوع نیوز لیکي، چې په جګړه کې نهه تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي.

د برید په اړه بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x