fbpx

کندهار : د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل):د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ چاودنه شوې.

پېښه نن غرمه مهال د عبدالرحمن کلا په سيمه کې رامنځته شوې.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی او په وينا يې په ټانګ کې سپاره (یرغلګر) ځای پر ځای وژل شوي.

د ډنډ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي چاودنه د هغه بهرنيو ځواکونو پر ټانګ شوې چې په سيمه کې د ګزمې په موخه تاوېدل.

دولتي چارواکي په ډنډ ولسوالۍ کې د ماين چاودني پخلی کوي خو د مرګ ژوبلي اړوند يې څه نه دي په ډاګه کړي.

تر دې دمه بهرينو ځواکونو د يادي پيښي اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د