ترکان د خپل قوم په نوم تذکره غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): ترکان وايي دوی په تذکرو کې د خپل قوم نوم ثتبول غواړي او هم له ولسمشره غواړي چې په اساسي قانون کې دې دوی د یو فرمان له مخې جلا قوم ولیکي.

دوی چې پرون د پارلمان مخې ته را ټول شوي و او ټینګار يې کاوه چې په برېښنايي تذکرو کې ترک قوم ور زیات شي.

د ترکانو د انسجام شورا مشر عظیم خنجاني وویل، دوی لا هم د تاجک په نوم پېژندل کېږي، خو په نویو تذکرو کې غواړي «خپل هویت» ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې «سادات» هم د یو جلا قوم په توګه غوښتي چې په برېښنايي تذکرو کې د دوی د قوم نوم هم ور زیات شي.

برېښنايي تذکرې چې د ګلخانې ماڼۍ له لوري يې رسماً د وېش لړۍ پیل شوې، خو سپېدار يې لا هم مخالفت کوي، قوم، افغان او اسلام کلمې يې جنجالې برخې دي.

برېښنايي تذکرې د ګډ حکومت هغه ناندریزه لانجه ده چې د دې حکومت له پیله تر اوسه روانه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د