
آی پي ایل: د راشد خان لوبډلې د دهوني لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ غویي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان لوبډلې د دهوني لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه.
په دغه لوبه کې د راشد لوبډلې توپوهونکي ښه وځلېدل خو توپ اچونکي یې بریالي نشول، او د دهوني لوبډلې په غوره توپوهنه بریا خپله کړه.
په ننۍ لوبه کې لومړی د راشد خان لوبډلې توپوهنه ترسره کړه چې په ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۹ منډې جوړې کړې. ددوی لخوا شیکر دهاون او کین ویلیمسن د ۱۲۳ منډو ستره ملګرتیا وکړه، شیکر ۷۹ او ویلیمسن ۵۱ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د دهوني لوبډلې په زړه پورې ځواب ورکړ، چې د واټسن او رایډو ترمنځ د لومړۍ ویکټې ۱۳۴ منډې ملګرتیا ترسره شوه، واټسن ۵۷ او رایډو ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په دغه لوبه کې راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړه خو په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو، نوموړي پخپلو ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې، او همدا ډول د دهوني لوبډلې د ۱۸۰ منډو هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو په ۱۹ اورونو کې پوره کړ.