یو ګام تر رڼا پورې – د یوه عیسايي د مسلمانیدو کیسه

ډاکټر احمد شکیب احمدي

جان السن د فلسفې ښوونکی دی، له هغه سره پر ټولنیزو رسنیو کې اشنا شوم او کله مې چې کوښښ پیل کړ اسلام ته یې دعوت کړم نو راته یې وویل چې مسلمان دی. زه حیران شوم او ورته مې وویل چې ولې یې خپل نوم ندی بدل کړی؟ نو ځواب کې یې راته وویل چې که خپل نوم بدل کړي بیا به یې ډیری ملګري په خواله رسنۍ ونشي موندلای. کله مې چې له جان وغوښتل چې د خپل مسلمانه کیدو کیسه راته وکړي نو پر ایمیل یې راته یو لینک راولیږه چې د ده یوه ثبت شوې ویډو وه او په کې یې د خپل مسلمان کیدو کیسه کړې وه، دا ویډیو ما ته ډيره جالبه وه نو ځکه خو مې وژباړله او ومې غوښتل چې تجربه یې له تاسو سره شریکه کړم.

زما نوم جان السن دی او ۶۹ کاله عمر لرم، د کلفورنیا په سندیګو کې زیږیدلای یم او اوس په دوبۍ کې ژوند کوم. زه د کورنۍ لومړی غړی وم چې پوهنتون ته کامیابه شوم او پریکړه مې وکړه چې فلسفه ووایم خو کورنۍ مې راته ویل چې فلسفه به مې څه په درد وخوري، بې خبر له دې چې فلسفه به زما ژوند بدل کړي.

له ماشومتوب نه تر ځوانۍ پورې زه د خپلۍ کورنۍ دین ته صادق پاتې شوم او کاتولیک دین باندې مې دومره ایمان درلود چې له اتم صنف مې هیله وه چې د کاتولیک دین یو ستر عالم شم د همدې لپاره خو مې د فلسفې زده کړې ته مخه کړه خو څيړنو مې ژوند بدل کړ او د ۲۰۱۰ کال په ډیسمبر میاشت کې مسلمان شوم.

کوم څه چې زما ژوند یې بدل کړ او له کاتولیک نه مسلمان شوم هغه په دوبۍ کې حیرانه کوونکې تجربې وې.

کله چې زه دوبۍ ته لاړم نو شپې مې د خپل زړه ځيني غږونه اوریدل داسې غږونه لکه زړه مې چې له ماسره خبرې کوي. ما په دوبۍ کې یوازې ژوند کوه ځکه کورنۍ مې کلفورنیا کې وه نو یوه شپه مې د خپل زړه لوړ غږ واورید چې په انګلیسي یې راته ویل پورته شه او عبادت وکړه، ما له ځانه سره وویل چې له کار ستړی راغلی یم او اوس یې حوصله نلرم، نو همدا غږ مې بیا واورید؛ اندیښمن شوم له ځانه سره مې دوه فکرو واخیستم یو ځل به مې ویل چې پورته شم عبادت وکړم خو بل ځل به مې تنبلي زور شوه او ویل به مې چې ویده شوم څو شیبې په همدې فکرو کې وم خو اخیر مې د ویدو کیدو پریکړه وکړه او پرته له عبادت ویده شوم.

پنځه اونۍ وروسته مې د کار په ځای کې یو مسلمان ملګري د قران کریم ژباړه راکړه او راته یې وه ویل چې که مې وخت پيدا کړ نو مطالعه یې کړم؛ کله چې کور ته راغلم او ویده شوم بیا مې زړه راته چیغه کړه چې ولوله، دا ځل راپورته شوم د زړه خبر مې ومنله او د قران یو څو پانې مې ولوستې ولې بیرته خوب واخیستم او ویده شوم خو قران کریم همسې زما په میز پاتې شو. په سبا یې چې کله بیا کور ته راغلم او د اطاق څراغ مې روښانه کړ نو سترګې مې په قران ولګیدې پرته له ځنډه مې راواخیست او په ویلو مې پیل وکړ.

دا ځل مې د تیرې شپې په څير احساس نه درلوده، تیره شپه مې ویل چې زه له کاره ستړی دې لپاره نه یم راغلی چې دا کتاب ولولم بلکې باید استراحت وکم خو دا ځل مې احساس بیل وه؛ دا ځل داسې یو فکر او سوچ واخیستم چې احساس مې وکړ له کار، ستړتیا او له خوب د دې کتاب ویل مهم دي. زړه مې راته ویل دا کتاب مې هسې له ځانه سره ندی راوړی، دا هرومرو داسې یو کتاب دی چې په کې به د ژوند لپاره یو څه پیدا کړې نو هماغه وو چې په ویلو مې پیل وکړ، او فکر مې وکړ چې د دې کتاب په لوستو سره ما د خدای سره اړیکې ټینګې کړې دي، او داسې احساس راپیدا شو لکه دا کتاب چې ما ته راښایي چې زه څوګ یم؟ زما خدای څوک دی؟ او زموږ اړیکه سره څه ده؟

زما لپاره د اسلام تر ټولو ستره ګټه د دې دین لارښوونه وه، اوس زه په دې باوري یم چې که چیرته زه د دې دین په بنیادي مسایلو عمل وکړم نو هیڅ کله به هم په غلطه لار لاړ نشم، یعنې هیڅکله به هم تاوان ونه کړم، خو زما تر ټول لوی ډار زما کورنۍ وه زه ویریدلم چې هغوی رانه په دې کار سره خفه نشي په داسې حال کې چې هغه وخت زه بیخي په قران مین شوی وم، او ټوله ورځ او شپه به مې قران کریم مطالعه کوه، خو کله چې زه بیرته کور ته راستون شوم نو ما په دې اړه له خپلې میرمنې سره له ډاره خبرې ونشوې کړای، زه به هرې درې اونۍ وروسته له دوبۍ کور ته راتلم، نو زه چې کله دوهم ځل بیا کور ته لاړم دا ځل مې زړه حوصله ونکړه او ما مې میرمنې ته وویل چې زه مسلمان شوی یم.

زه غواړم ووایم چې هر څوګ یاست هر چیرې چې یاست د خپل زړه غږ مو واورئ او دغه غږ تعقیب کړئ، ځکه کوم غږ چې ستاسو د زړه دی چې له تاسو پوښتې چې څوګ یاست؟ چیرته به ځئ؟ او څه به کوئ؟ هغه غږ هغه څوګ درته کوي چې تاسو یې خلق کړي یاست. تاسو باید د خپل وجود دننه هغه ارتباط پیدا کړئ کوم چې ستاسو او د خدای تر منځ دی، او تاسو باید دا ارتباط جاري وساتئ، نو که چیرته ستاسو او ستاسو د خالق تر منځ دا ارتباط وي، نو تاسو په هر هغه څه کې بریالي یاست چې ترسره کوئ یې او له تاسو به ټول هغه خلک راځي وي چې ورسره ژوند کوئ په شمول ستاسو د کورنۍ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.