غزل – ستوري شمارم

عمر عمري خوستی

ټوله شپه په تنهایۍ کې ستوري شمارم
بس د یار په جدايۍ کې ستوري شمارم

هېځ شور نه وي او خاموشه خاموشي وي
پـــه کـــراره کـــرارۍ کې ستوري شمارم

چې ظلمونه مې په خوار ولس رایاد کړم
په ژړا او په سلګۍ کې ستوري شمارم

بس دی هېڅ مې پوره نه وي له خپل وسه
په افسوس او بې وسۍ ستوري شمارم

ګران هېواد کې راته آمن خپلواکي کړم
د خـیـالـونـو آزادۍ کې ستوري شمارم

شم په سوچ کې د لوی خدای وه قدرتو ته
ټول جهان ټوله نړۍ کې ستوري شمارم

پـــه غـــزلو بـــانـــدې بـــوخـــت زه (عمري) وم
په مجنونه شاعرۍ کې ستوري شمارم

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د