fbpx

انډونیزیا: پر پولیسو سرتیری برید شوی دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): نن یو ځل بیا د انډونیزیا په سورابایا ښار کې سرتیری برید شوی چې هدف یې دا ځل پولیس ګرځولي او د پولیسو په وینا د ۴ سرتیرو بریدګرو په ګډون تر اوسه د ۷ تنو وژنه تایید شوې ده.

باید وویل شي چې تېره ورځ هم په همدې ښار کې پر دریو کلیساګانو چاودنې شوي وې چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپيان شوي وه.

د انډونیزیا د رسنیو څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې دوه موټر سایکلونه ښکاري چې څلور کسان باندی سپاره دي او د پولیسو له لوري د را ګرځولو وروسته ځای پر ځای چاودنه کوي.

پولیسو ویلي چې څلور سره کسان بریدګر وه او په خپلو چاودنو کې د ۳ نورو کسانو په ګډون وژل شوي دي.

پېښه نن سهار اته بجې او دیرش دقیقې د پولیسو یوه مرکز ته نیژدې را منځته شوې.

د یادونې وړ ده چې د تیرې ورځې د چاودنو او بریدونو پړه د اسلامي دولت ډلې «داعش» واخیسته خو کوم داسي دلیل یې وړاندي نه کړ چې ددوی دغه ادعا ثابته کړي.

هغه وخت هم د انډونیزیا پولیسو ویلي وه چې کیدای شي د داعش له فکر څخه متاثرو کسانو دغه بریدونه تر سره کړي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د