fbpx

ډاکټر عبدالله د تذکرو پر کاپيانو سټیکر لګول غیر عملي وبلل / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو د شورا په یوه غونډه کې وویل چې د تذکرو پر کاپيانو سټیکر لګول له تخنیکي او حقوقي اړخه سم نه دي، او دا کار یې یو ناسم، ناشونی او غیر عملي وباله.

نوموړي ارګ ته په اشاره وویل چې د ټاکنو پر خپلواک کمیسون فشارونه اچوي، ګواښي او هغوی په غیر عملي کارونو بوختوي چې ده ته د منلو وړ نه دي او دا کار د شفافو انتخاباتو پر وړاندي یو خنډ را منځته کوي.

نوموړي وویل چې پر کاپيانو سټیکرونه لګول او ټاکنې په حوزوي بڼه تر سره کول هغه فشارونه دي چې د منلو وړ نه دي.

ډاکټر عبدالله همداراز وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسون څلورو کمیشنرانو د رایو په اکثریت دا خبره تایید کړې چې پر کاپيانو سټیکر لګول له تخنیکي او حقوقي پلوه ناسم کار دی.

باید وویل شي چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرستي مشرې شهلا حق هم له همدې وجې استعفا ورکړه چې په وینا یې پر کاپيانو باندي سټیکر لګول یو غیر عملي کار دی.

ډاکټر عبدالله په ننۍ غونډه کې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې امنیتي ګواښونو ته هم په اشاره وویل چې غواړي امنیتي او دفاعي ځواکونه هغو ننګونو او کلابندیو ته متوجی کړي چې په نا امنه ولایتونو کې دولتي ځواکونه ورسره مخ دي او هره ورځ تلفات ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د