افغانستان

د نشه یې توکو تولید په کومو سیمو کې ډیر کیږي؟ سیګار یې جواب وایی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): په داسي وخت کې چې د هیواد روغتیايي چارواکي او د مخدره توکو سره د مبارزې ادارې وايي چې په افغانستان کې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر تر ۳ ملیونه اوښتی دی چې د ټول افغانستان د نفوس تقریبا ۱۰ سلنه جوړوي، او په دې حساب هر لسم کس نشه کوی، په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څارنې ځانګړې اداره سیګار وايي چې د نشه توکو ډېر کاروبار او تولید په هغو سیمو کې تر سره کیږي، چیري چې دولت کنټرول لري.

سیګار ویلي چې د افغانستان حکومت تر خپل کنټرول لاندي سیمو کې د نشه یې توکو د کښت، تولید او قاچاق مخنیوی نشي کولای، په ځانګړي ډول په بدخشان، هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونه یې ښکاره مثالونه دي.

سیګار ویلي چې د امریکا او نړیوالي ټولنې له لوري په ملیاردونو مرستو هم ګټه ونه کړه او د کوکنارو د کرکیله او نشه یې توکو د تولید مخنیوی یې ونه کړ.

باید وویل شي چې امریکا او ګډحکومت تل طالبان په دې تورن کړي چې د مخدره توکو د تولید او قاچاق له لاري خپل اقتصاد پياوړی کوي او په همدې اقتصاد د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګیږي، ځکه یې په دې وروستیو کې د مخدره توکو د تولید پر فابریکو او زیرمتونونو بمبارۍ او چاپې زیاتي کړي دي.

دا هم د یادونې وړ ده چې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر په ښارونو کې تر کلیوالو سیمو ډیر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید حمیدالله

قدرمنو! لیکل شوِي موضوع گاني مو په زړه پورې دي خو کره کتنه یې ډېره اړینه بولم ځکه په همدې پورته خبر کې (د نشه یې توکو تولید په کومو سیمو کې ډیر کیږي؟ سیګار یې جواب وایی) په نېشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر او اندازه دېرش ملیونه ښودل شوې ده چې دغه اندازه تقریباْ د ټول افغانستان د نفوس ده. داسې تېروتنې باید سمې شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x