سچن ټنډولکر: وسیم اکرم او وقار یونس مې له کرېکټه زړه راتور کړی و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د هندوستان کرېکټ مشهور ستوري سچن ټنډولکر ویلي چې دده د کرېکټ په لومړیو ورځو کې د پاکستان مشهورو توپ اچونکو وسیم اکرام او وقار یونس یې له کرېکټه زړه ورتور کړی و.

د کرېکټ په نړۍ کې د «کرېکټ بادشاه» په نوم مشهور توپوهونکي ۳۰ کاله وروسته له خپل دې رازه پرده پورته کړه، چې په لومړي ځل د دوه توپ اچونکو سره په مخ کېدلو یې دده کیریئر د ختمولو فکر وراچولې و.

یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ټنډولکر ویلي چې په کراچۍ ښار کې ده خپله لومړۍ ټيسټ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کوله، چې په لومړي ځل د وسیم اکرم او وقار یونس ځانګړو توپ اچونو سره مخ شو.

نوموړی وایي: زما لومړنۍ ټيسټ لوبه په کراچۍ نیشنل لوبغالي کې د پاکستان پر وړاندې وه، په همدې ورځ مې فکر کاوه چې دا زما د کرېکټ لومړنۍ او وروستنۍ ورځ ده، زه په هیڅ ډول چمتو نه وم، چې له یوې خوا راته وسیم اکرام «چپ لاسي» تاوونکي توپونه ویشتل، او له بلې خوا راته وقار یونس تاوونکي توپونه ویشتل.

ټنډولکر زیاتوي: ما د ځان په اړه د پریکړې پر وخت له خپلو ملګرو سره مشوره او پوښتنه وکړه خو هغوی زما حوصله لوړه کړه، چې باید کرېکټ ته دوام ورکړم.

دده په وینا ملګرو راته وویل چې، په نړیوالو لوبو کې به ته له سترو توپ اچونکو سره مخ کیږې، او اوسمهال ته د نړۍ دوه مشهورو او غوره توپ اچونکو پر وړاندې يې، ددوی درناوی وکړه.

سچن ټنډولکر ددغې لوبې په لومړۍ پاڼه کې ۱۵ منډې جوړې کړې وې او د وقار یونس لخوا بولډ اوټ کړل شوی و، چې په دویمه پاڼۍ کې یې ۵۹ منډې جوړې کړې وې، دی وایي چې په دویمه پاڼۍ کې ۵۹ منډو جوړولو زما حوصله لوړه کړه او ټولو وستایلم. د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې وقار یونس او وسیم اکرم ۴-۴ ویکټې ترلاسه کړې وې.

نوموړي د هندوستان لپاره ۲۰۰ ټيسټ لوبې، ۴۶۳ یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې، چې ۱۰۰ سلیزې او ۱۶۴ یې نیمه سلیزې وهلې دي، او له لومړیو لوبغاړو څخه دی چې په یو ورځنۍ سیالیو کې يې ۲۰۰ منډې جوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې وسیم اکرام او وقار یونس د نړۍ او په ځانګړي ډول د پاکستان یو له مشهورو او غوره توپ اچونکو څخه شمېرل کیږي چې يو شمېر نړیوال ریکارډونه لري او په ۱۹۹۲م کال کې یې پاکستان ته نړیوال جام هم ګټلې دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د