شین ګوپي وخورئ او د یو شمېر ناروغیو مخه ونیسئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د ګوپي په اړه مشهوره ده چې دا سبزي نه ده او ګټې نه لري، خو د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې شین ګوپي «Broccoli» د سرطان ناروغۍ او د لاسونو او پښو بندونو دردونو په مخنیوي کې مرسته کوي.

د سینګاپور په یوه څیړنیز پوهنتون کې ساینسپوهانو د یوې نوې څيړنې له مخې ویلي چې شین ګوپي د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي، ځکه چې په دې کې شته پرو بائیوټیک د سرطان حجرې غیر فعالوي او له منځه یې وړي.

همدا ډول د برتانيې یوه مشهور ډاکټر رنګن چیټرجی وایي، که تاسې یوازې یو ډول سبزي خورئ نو د شین ګوپي څخه بل هیڅ شی غوره نشته.

نوموړي زیاته کړې چې دغه سبزي د انسان معده پیاوړې کوي، دفاعي سیستم یې غوره کوي او په بدن کې د باکتریاو «مکروب» په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

ډاکټران وایي چې د معدې اغیز پر ټول بدن کیږي، ددې جوړښت د بدن جوړښت دی او د معدې خرابولی یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي، ددې لپاره شین ګوپي غوره خواړه دي، سربېره پر دې شین ګوپي د ذهني نارغیو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

همدا ډول له دې وړاندې په یوه ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي وو چې شین ګوپي د عضلاتو د بندونو په دردونو ښه کولو کې مرسته کوي، ځکه چې په ګوپي کې هغه ماده چې هډوکي پياوړې کوي موندل کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.