روزګان: خاص روزګان کې ګڼ عسکر وژل شوي، ۱۲ طالبانو ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مېشت ځایونو د طالبانو په بریدونو کې ۲۷ عسکر وژل شوي او ۱۲ طالبانو ژوندي نیولي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې جګړه کې يې ګڼ مهمات او د شپې دروبین هم لاس ته ورغلی دی.

د خبرپاڼې له مخې د تېرې شپې په دې جګړه کې د ملي اردو دوه قرارګاوې او دوه پوستې سقوط شوې دي.

ازادي راډیو په روزګان کې د یوې سرچينې په حواله ویلي، چې په جګړه کې دوه پوستې سقوط شوې او تر ۲۷ عسکر وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو هم په خاص روزګان کې د جګړې پخلی کړی خو د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وايي یوازې دوه عسکر ټپیان شوي دي او طالبان يې په شا تمبولي دي.

هغه له یادې سرچينې سره په خبرو کې دعوه وکړه، «موږ دښمنانو ته ښه ګوزارونه ورکړي دي.»

دا په داسې حال کې دی چې د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې ډاکټر عبدالله عبدالله هم وروستی امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی وګاڼه.

هغه په غونډه کې وویل، موږ خپل ځواکونه د مرګ خولې ته ور کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د