
حيات الله حيات د ننګرهار والي وټاکل شو
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۴ غویی ۱۳۹۷): د ننګرهار د والي ګلاب منګل له استعفا وروسته د ګډ حکومت مشر اشرف غني د هلمند والي حيات الله حيات د ننګرهار د والي په توګه ټاکلی دی.
د ګډ حکومت سرچينې وايي، چې حيات د سيمه ييزو ارګانونو په وړانديز د اشرف غني له لوري د ننګرهار والي ټاکل شوی دی.
ټاکل شوې، چې حيات به په لنډو ورځو کې د ننګرهار ولس ته وروپېژندل شي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې حکومت د هغه پر ځای د هلمند لپاره څوک ټاکلي دي.
حيات الله حيات له تېرو څو کلونو راهيسې د هلمند او تر هغه وړاندې د ميدان وردګو والي و.
په هلمند کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د حيات الله او د هلمند د ځينو وکيلانو ترمنځ ناندرۍ او شخړې روانې وې او دواړو لوريو پر يو بل ډول ډول تورونه لګول.
حيات ويل، چې زورواکي پر مخالفينو پوستې پلوري او په امنيتي ليکو کې يې خپل خلک ټاکلي، خو په ملي شورا او ولايتي شورا کې د هلمند د خلکو استازو بيا حيات په بې کفايتۍ تورناو او له حکومته يې د هغه د ګوښه کولو غوښتنه کوله.
حيات د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ دی، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې هغه به په ننګرهار کې د خلکو ارزوګانې پوره کړای شي او که دی به هم د نورو واليانو په څېر له څه مودې وروسته استعفا ته اړ او يا هم ګوښه شي.