عبدالله: امنیتي ځواکونه مو د مرګ خولې ته ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وروستيو بریدونو او د ځينو ولسوالیو سقوط ته په اشارې ويلي، امنیتي ځواکونه مو د مرګ خولې ته ورکړي دي.

هغه نن د وزیرانو شورا ناسته کې د نوم لیکنې د پروسې او را روانو ټاکنو اړوند هم بحث وکړ، خو پر امنیتي وضعیت يې هم خپلې اندېښنې په ډاګه کړي.

عبدالله عبدالله وویل خلک وژل کېږي، ځواکونه مو د مرګ په خوله کې دي، خو موږ لا نور جنجالونه را پورته کوو.

هغه چې له خپل شریک محمد اشرف غني سره يې د برېښنايي تذکرو پر وېش هم مخالف کنفرانس ورکړ، ښايي د جنجال اشاره يې هم دې موضوع ته وه.

عبدالله عبدالله سره له دې چې د حکومت نیم واکوال دی خو پخپلو خبرو کې يې محمد اشرف غني ملامت کړ، هغه وویل په اوسني وخیم وضعیت کې نه د امنیت شورا کومه ناسته شوې او نه هم د اعلی سرقومندانۍ له لوري د کومې غونډې شاهد دی.

هغه وویل، څوک مسؤل دی، راشئ دلته خلکو ته ځواب وویاست!

دا په داسې حال کې دی چې تازه د روزګان چارواکو په دې ولایت کې د شاوخوا ۲۷ عسکرو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ورکېدو خبر ورکړی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تپاند څارو
میلمه

ټول خلک مو د مرګ خولې ته ورکړي دی. په ټول هيواد کې وير او ماتم خپور دی، په هيڅ ځای کې هیڅ ډول امنیت نشته ځوانان مو د هیواد په دننه او دباندې کې په کار پسې لالهانده دي، د وطن غمخواره مخور، سپين روبي او پوهان مو ګوښوته کړي يا له هيواده بهر اوسېدو ته اړ شوي دي، اسلام پال او هيواد دوستان مو په زندانونو کې د وير او له کړاوه ډکې شپې تېروي، د هيواد کښت کرونده، صنعت او پرمختګ مو د کلونو کلونو لپاره پر شا وتمبول، په کابل او نورو ولايتونو کې چټليو، مرداريو… نور لوستل »