عبدالله: امنیتي ځواکونه مو د مرګ خولې ته ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وروستيو بریدونو او د ځينو ولسوالیو سقوط ته په اشارې ويلي، امنیتي ځواکونه مو د مرګ خولې ته ورکړي دي.

هغه نن د وزیرانو شورا ناسته کې د نوم لیکنې د پروسې او را روانو ټاکنو اړوند هم بحث وکړ، خو پر امنیتي وضعیت يې هم خپلې اندېښنې په ډاګه کړي.

عبدالله عبدالله وویل خلک وژل کېږي، ځواکونه مو د مرګ په خوله کې دي، خو موږ لا نور جنجالونه را پورته کوو.

هغه چې له خپل شریک محمد اشرف غني سره يې د برېښنايي تذکرو پر وېش هم مخالف کنفرانس ورکړ، ښايي د جنجال اشاره يې هم دې موضوع ته وه.

عبدالله عبدالله سره له دې چې د حکومت نیم واکوال دی خو پخپلو خبرو کې يې محمد اشرف غني ملامت کړ، هغه وویل په اوسني وخیم وضعیت کې نه د امنیت شورا کومه ناسته شوې او نه هم د اعلی سرقومندانۍ له لوري د کومې غونډې شاهد دی.

هغه وویل، څوک مسؤل دی، راشئ دلته خلکو ته ځواب وویاست!

دا په داسې حال کې دی چې تازه د روزګان چارواکو په دې ولایت کې د شاوخوا ۲۷ عسکرو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ورکېدو خبر ورکړی دی.

تبصرې (1)

  • ټول خلک مو د مرګ خولې ته ورکړي دی. په ټول هيواد کې وير او ماتم خپور دی، په هيڅ ځای کې هیڅ ډول امنیت نشته ځوانان مو د هیواد په دننه او دباندې کې په کار پسې لالهانده دي، د وطن غمخواره مخور، سپين روبي او پوهان مو ګوښوته کړي يا له هيواده بهر اوسېدو ته اړ شوي دي، اسلام پال او هيواد دوستان مو په زندانونو کې د وير او له کړاوه ډکې شپې تېروي، د هيواد کښت کرونده، صنعت او پرمختګ مو د کلونو کلونو لپاره پر شا وتمبول، په کابل او نورو ولايتونو کې چټليو، مرداريو او ککړي هوا ډول ډول ناروغۍ زېږولي دي، تقريباً د ټول افغانستان د نلونو او تر ځمکه لاندې اوبه کثيفې شوي دی، د خوراکي موادو او نورو توکيو بيي آسمان ته ختلي دي، د هيواد په ګوټ ګوټ کې د غلو او غلاوو داسي بې سابقژ ډېرښت او ډول ډول والی موندلی دی چې خلک يې ډېر پرېشان کړي او اريان کړي دي . د هيچا نه سر خوندي دی نه مال. په دولتي دوايرو کې هر څه په رشوت او واسطه دي او د بې وزلو او د عزت د خاوندانو حقوق تر پښو لاندې کېږي. د قومي، ژبنيو او سمتي تعصبونو اورونو ته ستاسي غوندې خودخواه او د قدرت وږو او بهرنيانو له خوا لمن وهل کېږي. د امريکې هوايي او ځمکني پوځونه، تاسي او نور د دې ولس بې دفاع وګړي(نر، ښځې، زاړه، ماشومان، د پوځ او پوليسو عسکر او د مخالفانو جنګيالي، چې ټول افغانان دي) په ډول ډول درنو او سپکو وسلو پرله پسې وژنئ او ستاسي او ستاسي د بادارانو او مخالفانو د ناپاميو،خود غرضيو او ځاني ګټو ته په پام د دې کرکجن او مرګونې حالت د له منځه تلو هيڅ درک هم نشته. نه مو باداران سوله کوي او نه تاسي، شنه درواغ واياست او خلک غولوئ او په سترګو کې يې خاوري شيندئ. وايي: «بز در جان کندن وقصاب در غم چربو» د هيواد دغه حال دی، خو تاسي بې حيا انسان مخې ساکښان بيا هم د خپل قدرت د ساتلو لپاره يو دبل سره لکه لېونې سپې سره په جنګ ياست او د عوام کالانعام او بې مغزو ناپوهانو په در پسې کولو مو په هيواد کې خرلو ډګلی جوړ کړی دی.
    هيڅ داسي ډله نه شوه مونده چې عسکر او بې وزلې اسکېرلې وګړي نه، بلکې يوازې او يوازې تاسي ملي خاينان او پردي پالان په نښه کړي ، څو هم ستاسي له دې ظلمه دا خلک وژغوري، هم هغه چا ته چې د دې مصايبو اصلي مسؤولين دي سزا ورکړي او هم د لوی څښتن جل جلاله په حضور کې د ښې بدلې خاوندان شی. الهي زما او زما غوندي د ډکو زړونو مليونونو خاوندانو ته وګوره او دغسي کسان را پيدا کړه. چې ستا د بې وزلو او مستضعفو بنده ګانو تشفي قلوب وشي.