افغانستان

واشنګټن پوسټ: ډاکټر غني د زورواکو په کمزوري کولو کې ناکام دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په تازه لیکنه کې محمد اشرف غني د زورواکو په کمزوري کولو او کابو کولو کې ناکام بللی دی.

هغه چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې د همدې ورځپاڼې له لوري د نړۍ «دویم مفکر» ونومول شو، له خپلو لومړیو کاري ورځو راهیسې پرلپسې د زورواکو پر خلاف څرګندونې کوي، خو عملاً ناکام بلل کېږي.

ورځپاڼه کاږي، زورواکي لا هم دا ځواک لري چې پر حکومت فشارونه راوړي، خو غني يې د ختمولو له هڅې سره سره پاتې راغلی دی.

واشنګټن پوسټ د مثال په ډول د شمال زورواکی عطامحمد نور يادوي او لیکي، چې سره له دې هغه رسمي دنده نه لري او له اوږدې ناندرۍ وروسته د معاملې پر اساس يې د بلخ چوکۍ پرېښوده، خو لا يې هم واک چلېږي.

د سرچينې په وینا په بلخ کې لا هم عطامحمد نور امرونه کوي او په ښار کې يې هم ګڼ تصویرونه ځوړند دي.

ارګ تر اوسه د دې تبصرې په تړاو څه نه دي ويلي، د حکومت نیم شریک عبدالله عبدالله نن هم د وزیرانو شورا ناسته کې غیر مستقیم ډاکټر غني د نویو لانجو را پیداکوونکی یاد کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x