ولسي جرګه: له امریکا سره پر شويو تړونونو دې بیا غور وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې د نننۍ ناستې په امتیازي ساعت کې د هېواد په شمال کې د ولسوالیو پر لپسې سقوط او د طالبانو له لوري د الخندق عملیاتو له پیل سره د جګړې پر توندېدو پر روان امنیتي وضعیت بحث وکړ.

د جرګې غړو دلته د امریکایانو پوځي اډو ته په اشارې له هغوی سره د شویو تړونونو اړوند وویل، چې حکومت باید له سره پرې غور وکړي.

هغوی هم د ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر حکومت ملامت کړ، چې روان ناندریز وضعیت ته پام نه کوي او پر سطحي موضوعاتو يې تمرکز دی.

د دوی په وینا روان امنیتي وضعیت دا په ډاګه کوي چې له امریکا سره شوي تړونونه هیڅ ګټه نه لري او نه يې تر اوسه کومه ګټه کړې ده.

د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي حکومت ملامت کړ، چې له شویو تړونونو يې سمه ګټه نه ده اخیستې او په وینا يې د حکومت د بې کفایتۍ له امله هېوادوال تل د خونړیو پېښو شاهدان دي.

د نوم لیکنې پروسې له پيل سره نه یوازې د طالبانو بریدونه ګړندي شوي دي، بلکې پرلپسې په پلازمېنه کابل کې د داعش په نوم وسله والې ډلې هم د څو بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

ولسي جرګې د تېر لمریز کال په لړم میاشت کې هم له امریکا سره د شویو تړونونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه، دوی د پاکستاني راکټونو پر وړاندې د امریکایانو چوپتیا غبرګون پاروونکې وبلله او د تړون د لغوه کېدو غوښتنه يې وکړه.

ګډ حکومت د واک په دویمه ورځ د ولسي نظر پر خلاف د امنیتي تړون د متن له لوستنې پرته له امریکا سره دا تړون لاسلیک کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د